د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

څه لاملونه دي چې د مخالفینو له خوا امنیتي چارواکي په نښه کیږي؟


په داسې حال کې، چې افغانستان په روان کال کې په امنیتي ډګر کې ځینو مهمو بدلونونو ته تیارې نیسي، د وسله والو مخالفینو وروستیو ځان وژونکو حملو د دې بدلونونو په اړه ژورې اندیښنې راولاړې کړي دي.

د وسله والو مخالفینو په حملو کې د زیاتوالي لپاره څو جلا جلا لاملونه ښودلې کیږي، چې یو یي هم د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال د بهیر ګډوډول دي.

په مشرانو جرګه کې د زابل ولایت سناتور ډاکټر زلمې زابلې وایي، چې په هېواد کې ځینې کړۍ د بهرنیو په لمسون غواړي، د دا ډول حملو په پلانولو سره افغان ځواکونه کمزوري وښیۍ او د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر ګډوډ کړي:

(په ده کې ای اس ای او امریکایانو یو هدف درلوده چې د افغانستان دولت دا وښيي چې دلته ددوي دایمي اډې نه وي بې له امریکایانو د موجودیت څخه .

نړېواله ټولنه نه غواړي چې په افغانان په خپله ځان متکي واوسي او هر وخت موږ ځانته محتاج ځانته وساتي.)

د ځینو کتونکو په وینا وسله والو مخالفینو په خپلو وروستیو حملو سره، چې تر ډیره په کې پوځي مرکزونه او امنیتي چارواکي په نښه شوې، د افغان ځواکونو وړتیاوې تر پوښتنې لاندې راوستي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل بیا د دې ترڅنګ د ایران او پاکستان لمسونونو ته هم اشاره کوي، چې له وسله والو مخالفینو څخه د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي.

خو په افغانستان کې د ایساف ځواکونه، چې ټاکل شوې له روان کال څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د سپارلو بهیر پیل کړي، که څه هم دا ډول حملې د اندیښنې وړ بولي خو وایي، چې دا نه شي کولې، دغه بهیر زیانمن کړي.

په کابل کې د ایساف د ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټس په خپلو خبرو کې دې ټکي ته اشاره وکړه، چې ممکن دا ډول حملې نورې هم زیاتې شي:

(موږ کیدای شي په راتلونکې کې هم دداسې پېښو شاهد واوسو وسلوال هڅه کوي چې هغه څه يي چې په ۲۰۱۰ کال کې له لاسه ورکړي وو بیا لاسته راوړي ، خو دغه کار افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلود بهیر مخنیوی نشي کولای او موږ خپل کار ته دوام ورکوو.)

دا، چې د وسله والو مخالفینو حملې به د امنیتي مسؤلتیونو د انتقال بهیر څومره اغیزمن کړي، دا جلا مسئله ده، خو اساسي پوښتنه داده، چې دوي په څه ډول کولای شي، په پوځي مرکزونو کې دا ډول حملې ترسره کړي.

د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل د ولسي جرګې له غړو سره په خپلو خبرو کې د وسله والو مخالفینو په تکتیک کې د نوي بدلون خبره وکړه او ویي ویل، چې دوي اوس هڅه کوي، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې نفوذ وکړي:

(اوس مهال چې دښمن تر ډیره هڅه کوي هغه د امنیتي ځواکونو په لیکو کې نفوذ کول دي، دوي تر ډیره غواړي چې د ملي پولیسو،ملي اردو او ملي امنیت لیکو ته ځانونه ورسوي.)

د هېواد د ملي امنیت اداره د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ خبره په داسې حال کې کوي، چې وروستۍ څو حملې د داسې کسانو له خوا شوي، چې پوځي یونیفورمونه یی په تن وو.

د لغمان په ګمبیري دښته کې د شوې حملې وروسته د ایساف ځواکونو خو بیا دا هم وویل، چې دا حمله د ملي اردو د یو غړي له خوا شوې وه.

که څه هم د افغانستان ددفاع وزارت دا مسئله تایید کړې نه ده، خو په کابل کې د دفاع وزارت په ودانۍ کې له حملې وروسته د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي دا خبره په زغرده رد کړه، چې ګویا دا کس د ملي اردو سرتیرې وو.

(موږ خپلې لومړنۍ څیړنې کړي او دا تحقیقات روان دې، لږ تر لږه دا حمله کوونکې د دفاع وزارت د منسوبینو له ډلې څخه نه وو.

دا، چې دې څنګه د دفاع وزارت ته ننوتې دا هغه پوښتنه ده، چې د دفاع وزارت یي د څیړنو په پای کې باید د افغانستان خلکو ته ورکړي.)

حال دا، چې وسله والو طالبانو د دې حملې د مسؤلیت د منلو ترڅنګ دا هم ویلي وو، چې حمله کوونکې د ملي اردو سرتیرې وو، چې له تیرو څو میاشتو راهیسې له دوي سره په تماس کې وو.

تر دې مخکې هم څو څو وارې د داسې کسانو له خوا په افغان او بهرنیو ځواکونو حملې شوي، چې یا په پوځي مرکزونو کې دننه وو او یا یي هم په تن پوځي یونیفورم وو.

دا، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ مسئله څومره جدي ده اوس یي په اړه بحث له وخت نه مخکې بریښي، خو اساسي مسئله دا ده، چې د داسې حملو مخنیوې څومره ممکن دې؟

یوه سپارښتنه، چې د عامو خلکو او د بهرنیو ځواکونو له خوا کیږي دا ده، چې افغان امنیتي ځواکونه باید په ازاد بازار کې د پوځي یونیفورمونو خرڅلاو بند کړي، څو په دې ډول له دې يونیفورمونو څخه ناوړه ګټه اخستنه بنده شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري وویل، چې دا هغه څه دي، چې دوي یي په پلان کې لري او ډیر ژر به په ازاد بازار کې دا کار محدود کړي:

(کله چې دغسې بریدونه کیږي خو د یونیفورم پیدا کول هم ډیر ګران کار نه دی د عملي خبرو له پلوه ولی د مخنیوي لپاره يي د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته دنده سپارلې چې هغه دکانونه چې پولیسي جامې او نظامي جامي پلوري هغه د بند کړي ځکه چې دا کار د امنیت لپاره یو ستر ګواښ دی.)

خو عام افغانان، چې دې حملو خورا اندیښمن کړي او اکثره یي د دې حملو تر شا د ګاونډېو هېوادونو او په تیره بیا د پاکستان لاس بولي نړېوالو ځواکونو ته سپارښتنه کوي، چې له خپلو پرمختللو استخباراتي وسایلو نه کار واخلي او د دې حملو مخنیوې دې وکړي:

(په داسې حملو زموږ روحیه کمزورې شوی کیدای شي دوي په ریاست جمهوري کې هم خپل نفوذ زیات کړي.)

له بل لوري کتونکي په امنیتي ځواکونو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ د مخنیوي لپاره د ملي اردو او پولیسو په جلب او جذب کې د زیات احتیاط سپارښتنه کوي او وایي، چې دا ټول بهیر باید په زیات دقت سره ترسره شي.

د دفاع وزارت ویاند هم دې مسئلې ته په اشارې وویل، چې پس له دې په پام کې لري، چې د ملي اردو د جلب او جذب په بهیر کې ځینې داسې بدلونونه راولي، چې د وسله والو مخالفینو د نفوذ مخه ونیسي:

(هغه پېښه چې وشوه موږ یي هم غمګین کړي یو او تاسې یي هم متاثره کړي یي، په ریښتیا سره چې دا یوه لویه بدنامي وه، خو دا په دې معنا نه ده چې موږ وړتیا نه لرو،تاسې په ولایتونو او سیمو کې زموږ وړتیاوې ګورئ او وړتیا د هغې کړنو له مخې سنجول کیږي.

موږ د نړېوالې ټولنې ایساف او ناټو ځواکونو سره په ګډه هڅه کوو، چې د اردو د جلب او جذب په میکانیزم له سره کتنه وکړو، څو هغه خیال له راکم یا له منځه یوسي، چې په اردو کې وسله وال مخالفین نفوذ لري.)

د دې ترڅنګ کتونکي دا سپارښتننه هم کوي، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو د ورننوتلو کسانو د پیژندګلوۍ لپاره هم باید پراخې هڅې وشي، که نه نو د دوي په وینا دا به خپله په امنیتي ادارو کې د بې باورۍ ستونزه راولاړه کړي.

دا، چې دا کار څومره ممکن دې او ایا افغان امنیتي ځواکونه به وکړای شي، چې د دوي په لیکو کې ورننوتلي مخالفین وپیژني دا قضاوت به راتلونکې وخت وکړي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG