د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

مولن:حقاني شبکه په افغانستان کې د ناټو لپاره یو ستر ګواښ دی


د امریکا د متحدو ایالاتو د ټولو ځواکونو لوی درستیز مایک مولین
د امریکا د متحدو ایالاتو د ټولو ځواکونو لوی درستیز مایک مولین
د امریکا د متحدو ایالاتو د ټولو ځواکونو لوی درستیز مایک مولین ویلي سره له دې، چې د پاکستان او متحدو ایالاتو ترمنځ اړيکې یو څه ترينګلې شوي، خو دواړه لوري هڅه کوي څو د دې ستونزې د حل لارې چارې ولټوي.

مایک مولن، چې د چهارشنبې په ورځ په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی د دې هېواد له یوه خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې د هغو راپورونو په هکله، چې ویل کېږي د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې فاصلې رامنځته شوي وویل:

(سره له دې چې، له تېرو څو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو کې ډيرې ستونزې رامنځته شوي، خو همدا چې موږ د دې مسائلې د حل لپاره له یو بل سره لیده کاته کوو دا په خپله زموږ ترمنځ د صداقت او ښې دوستۍ یو ښکاره مثال دی.

بې له شکه دواړه هېوادونه یانې امریکا او پاکستان هڅه کوي څو په دې برخه کې رامنځته شوې ستونزې زر تر زره حل او خپلې اړيکې نورې هم پراخې کړي.)

مولن په داسې حال کې اسلام اباد ته رسېدلی، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ISI مشر جنرال شجاع پاشا تیره اونۍ له خپل امریکايي سیال سره د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی و.

نوموړي هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو د مشرانو ترمنځ دا سفر له لاسته راوړونو پرته پای ته رسېدلی و.

مایک مولن کابل ته د پاکستان د ملکي او نظامي مشرانو د وروستي سفر په هلکه وویل دا، چې دواړه هېوادونه د تروريزم پرضد په روانه جګړه کې د امريکا له نيږدې متحدینو څخه دي ځکه نو هېواد یې په دې برخه کې د هرډول هڅو ملاتړ کوي :

(افغانستان او پاکستان دوه داسې ګاونډي هېوادونه چې د تروريزم ضد په روانه جګړه کې ګډ اهداف لري او د ګډ دښمن پرضد جنګېږي نو هر څومره چې د دوي ترمنځ همغږي او همکاري زیاته او پراخه وي زما په نظر نتايج به یې د دواړو لپاره ډیر ګټور او مفید وي.

موږ د دې ډول اړیکو ملا تړ کوو او هیله لرو چې په راتلونکي کې به په دې لړ کې درې اړخیزې ناستې ولرو.)

مولن د حقاني شکبې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې دا ډله په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره یو ستر ګواښ وباله او زیاته یې کړه چې پاکستان باید د هغوي د ځپلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي د سې شنبې په ورځ له یوې نړېوالې رسنۍ سره په مرکه ویلي ول چې آی اس آی لا هم له حقاني شبکې سره اړيکې لري.

مایک مولن د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې بلې لانجمنې موضوع یا د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دا بریدونه د ولسي خلکو نه بلکې د سخت دريځو وسله والو پر ضد ترسره کېږي.

د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې چې ویل کېږي پخوایې هم چندیانې مزه نه وه وروسته تر هغې لاپسې خرابې شوې، چې په جنوري میاشت کې د CIA یوه قرادادي په لاهور کې دوه تنه پاکستانیان په ډزو ووژل او ورپسې په مارچ میاشت کې بې پيلوټه امریکايي الوتکو په شمالي وزیرستان کې پر یوې قومي جرګې برید وکړ.

سره له دې چې پاکستان په افغانستان کې د تروريزم ضد جګړه کې د امریکا له نيږدې متحدینو شمېرل کېږي او هرکال له دې لارې له متحدو ایالاتو څخه په سلګونوملیونه ډالر ترلاسه کوي خو متحد ایالات بیا له وسلوالو ډلو سره د پاکستان د ځینې استخباراتي کړیو د اړیکو په اړه اندیښنې لري.

مجيب انګار،پیښور
XS
SM
MD
LG