د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

ناټو: د افغان پوځ د روزنې بهیر ډير چټک شوی


ناټو ژمنه کړې ده، چې د ملکيانو له لورې د ترلاسه کړېو اطلاعاتو پر بنسټ به خپل عملیات د یاغیانو پر ضد په افغانستان کې زیات کړي.

د جرمني اژانس په وینا په تیرو شپږو میاشو کې تر پنځه سوه ډیر ځلې ناټو ملکیانو ته د یاغیانو د پټو ځایونو په اړه د اطلاعاتو د ورکولو لپاره پیسې ورکړې دي.

د ناټو ویاند وویل، د ملکیانو د معلوماتو له مخې په تیرو شپږو میاشتو کې د لږ تر لږه پنځه ویشت جګپوړېو یاغیانو د پټیدو ځایونه کشف شوې دي، دوه سوه وسلې ترلاسه شوې دي او د سړک دغاړې درې نیم سوه بمونه خنثی شوې دي.

بل لور ته ناټو افغان ځواکونو ته د افغانستان د امنیتي چارو د ورسپارلو په برخه کې خوښي څرګنده کړه او څرګنده یي کړه چې د پوځ لپاره په افغانستان کې د جذب شمېره د میاشتې اووه برابره زیاته شوې ده.

دا خبره ناټو د چهارشنبې په ورځ وکړه او څرګنده یې کړه چې په دوه زره نهم کال کې د افغانستان د پوځ لپاره د میاشتې اته سوه کسان جذبېدل او اوس دغه شمېره شپږ زرو ته لوړه شوې ده.

اوس مهال په افغانستان کې د عسکرو شمېر یولک او دوه پنځوس زرو ته رسیږي او د پولیسو شمېره یولک او اتلس زره ته رسېدلې ده.

نړېوالو مرستندویانو سلا کړې ده، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر زیات کړي او افغان چارواکوي وایي چې دوي لږ تر لږه څلور لکه امنیتي کسانو ته اړتیا لري، څو د ټول افغانستان امنیتي چارې سمبال کړي.

شاوخوا یولک او څلویښت زره بهرني عسکر چې دوه په دریمه برخه کې یې د امریکا دي په افغانستان کې شته چې دغو پوځیانو د جرمني اژانس په وینا تیرکال لږ تر لږه لس زره څلور سوه بریدونه ترسره کړل.

تیره میاشت ولسمشر حامد کرزي اووه سیمې اعلان کړې، چې امنیتي چارې به یې را روان اوړی افغان ځواکونو ته وسپارل شي او بیا به د دوه زره څوارلسم میلادي کال تر پایه د ټول افغانستان امنیتي چارې افغانانو ته وسپارل شي.

د جرمني اژانس ډي پي اې په وینا داسې ډیرې اندیښنې شته چې افغان ځواکونه به د دوه زره څوارلسم کال ترپایه دا وړتیا پیدا نه کړي چې د ټول افغانستان امنیتي چارې په غاړه واخلي.

د ناټو ویاند جوزیف بلاتز وویل، چې تر لس میلیارډه د ډیرو ډالرو د مرستې ژمنه شوې ده څو افغان ځواکونو ته وسلې او وسایل تیار شي.

د ناټو ویاند زیاته کړه، د دوه زره څوارلسم کال تر پایه زموږ ژمنې له افغانستان سره ډیرې ټینګې دي.
XS
SM
MD
LG