د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

کابل بانک د حکومت تر پوښښ لاندې راغی


ابل بانک په دوو برخو وویشل شو، چې یوه برخه یې د افغانستان د مالیې وزارت په ضمانت خپلو بانکې خدمتونو ته دوام ورکوي.
ابل بانک په دوو برخو وویشل شو، چې یوه برخه یې د افغانستان د مالیې وزارت په ضمانت خپلو بانکې خدمتونو ته دوام ورکوي.
د کابلبانک د مالي ستونزو د حل کمیسیون اعلان وکړ، چې د دې بانک په اړه څیړنې ترسره شوې اودا بانک له دې وروسته د حکومت ترپوښښ لاندې فعالیت کوي.

د دې کمیسیون رییس عبدالله دوراني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د څیړنو په پایله کې کابل بانک په دوو برخو وویشل شو، چې یوه برخه یې د افغانستان د مالیې وزارت په ضمانت خپلو بانکې خدمتونو ته دوام ورکوي.

د ښاغلي دوراني په خبره د کابل بانک بله برخه چې د مالي فساد او درغلیو معلومول دي، هغه به له دې کمیسیون او د افغانستان بانک سره په سلامشوره څیړل کیږي:

"د مالي منازعاتو کمیسیون د تصفیې مدیرته لارښوونه کوي، چې د افغانستان بانک له غوښتنې سره سم د مشترکینود اماناتو د انتقال په هدف د کابل بانک پورونه او دارایانې تصفیه اونوي کابلبانک ته یې وسپاري.

د کابل بانک په ښه برخه کې د خلکو دارایانې، عادي پورونه، معلوماتي تکنالوژۍ او په مرکز او ولایتونو کې د دې بانک ټول امکانات شامل دي.

فطرت
د تصفیې مدیریت باید د خپلو فعالیتونو او اجراتو بشپړ راپورپه لیکلي بڼه دې کمیسیوته وسپاری."

کابل بانک د تیرکال په مني کې یوناڅاپه د سقوط له خطرسره مخامخ شو او مشترکینو یې په تریوار سره خپلې پیسې ورڅخه بیرته و ایستې، د کابلبانک د سقوط د خطرپه اړه ملي او نړیوالو رسنیو راپورونه خپاره کړل او حتی ولسمشر کرزي هم په دې اړه د جدي تحقیقاتو امر ورکړ.

د افغانستان بانک رییس عبدالقدیر فطرت وایي، چې څیړنو وښوده، چې له کابل بانک څخه نږدې پنځه سوه اتیا ملیونه ډالره پوراخستل شوی، چې ترډیره دا پور د دې بانک پانګه والو ترلاسه کړي او په بهرکې یې جایدادونه او ملکیتونه پرې اخیستې دي.

د ښاغلي فطرت په خبره د کابل بانک هغه برخه چې له دې وروسته د مالیې وزارت ترپوښښ لاندې فعالیت کوي په کابل او ولایتونو کې د حکومت په ضمانت خلکو ته بانکي خدمتونه ترسره کوي:

"د کابل بانک په ښه برخه کې د خلکو دارایانې، عادي پورونه، معلوماتي تکنالوژۍ او په مرکز او ولایتونو کې د دې بانک ټول امکانات شامل دي.

دا برخه د یوه خپلواک، پاک او قانوني بانک په توګه خپل کار ته دوام ورکوي.
د کابل بانک پخواني پانګه وال نور په دې بانک کې پانګه یا ملکیت نه لري.

خو د دې بانک لانجمنه برخه تصفیه کیږي چې، خو دا وایم چې د دې بانک پخواني پانګه وال نور په دې بانک کې پانګه یا ملکیت نه لري."

ده څرګنده کړه، چې په کابل بانک کې د مالي فساد له رامنځ ته کیدو سره سم د افغانستان بانک څلور سوه ملیونه ډالره دې بانک ته پور ورکړی و او که له دې وروسته اړتیا ولیدل شي نو نور پور به هم ورکړي.

د افغانستان بانک چارواکي وایي، چې دوی یوه نوې ستراتیژي هم جوړه کړې چې له عملي کیدو سره به یې په دې هیواد کې بانکي نظام ډېر پیاوړی شي.

د افغانستان بانک رییس څرګنده کړه، چې په راتلونکو دریو میاشتوکې به له ښو کورنیو او بهرنیو بانکونو څخه غوښتنه وشي، چې په کابل بانک کې پانګه واچوي او یوځل بیا دا بانک خصوصي کړي.

په افغانستان کې دا مهال د دولتي بانکونو ترڅنګ شپاړس خصوصي بانکونه فعالیت لري خو په کابل بانک کې د مالي ستونزو له پیدا کیدو سره خلک په دغوبانکونو بې باوره شوي او په اسانه زړه نه ښه کوي چې خپلې پانکې پکې وساتي.
XS
SM
MD
LG