د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

روغتیا وزارت د یو خصوصي روغتون درې برخې وتړلې


میرمن دلیل وویل، چې دوی د ټولو د ټولو روغتونونو حالات له نژدې څېړي.
میرمن دلیل وویل، چې دوی د ټولو د ټولو روغتونونو حالات له نژدې څېړي.

د عامې روغتیا وزارت ګواښ وکړ، چې که خصوصي روغتیایي مرکزونه جدي کار ونه کړی او روغتیایي منل شوې معیارونه په پام کې ونه نیسې، نو دغه روغتیایی مرکزونه به وتړل شي.

په افغانستان کې د خصوصوي روغتیایي مرکزونو د فعالیت په اړه د زیاتیدونکو شکایتونو په تعقیب د عامې روغتیا وزارت ګواښ کړې، که دغه مرکزونه ټاکل شوي معیارونه په پام کې و نه نیسي، نو و به تړلې شي.

د خصوصي روغتیایی مرکزونو په اړه عمده شکایتونه دا دي، چې دوی نه یوازې دا، چې کاري کیفیت یی ټیټ دې، بلکه فیسونه یی زیات او کارکوونکي یی بې تجربې دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرسته ډاکټر ثریا دلیل د چهارشنبې په ورځ د کابل نړیوال خصوصي روغتون ته ورغله او د هغې بیلابیلې برخې یې وکتلې او درې څانګې یې، چې معیاري نه وې وتړلې.

میرمن دلیل وویل، چې دوی د موضوع د اهمیت له پلوه د ټولو د ټولو روغتونونو حالات له نژدې ګوري.

"هم د خصوصي او هم د دولتي روغتونو څخه زموږ لیدنه دوام لري. زموږ د قوانینو رییس دلته حاضر دی، چې یو شمیر روغتونونه یې یا په بشپړ ډول تړلي او یا یې هم ځیني څانګې تړلی دی.

د ډاکټرانو نه پاملرنه

موږ خپلې بررسۍ جدي او ډيرې کړي دي. زه له خصوصي روغتونونو څخه غواړم چې هغه څه چې له موږ سره ژمنه کوي، عملي یې کړی او باید په جدي ډول خپل کار ته پام وکړي.″

د عامې روغتیا وزارت دا کار وروسته له هغې کړی، چې په وهاج روغتون کې یو ناروغ تر جراحي عملیاتو لاندې د ډاکټرانو د نه پاملرنې له کبله ومړ.

که څه هم له دې پیښې وروسته په دغه جراحي عمل کې ښکیل ډاکټران تښتیدلي، خو ډاکټر دلیل وویل، چې د دوی دوسیه په لویه څارنوالۍ کې تر څیړنې لاندې ده.

په خصوصي روغتونونو کې یوه بله مساله د بهرنیو ډاکټرانو د تخصص د اسنادو په اړه اندیښنې دي، چې د عامې روغتیا وزارت په وینا پس له دې به په جدي توګه وڅیړلې شي.
د کابل د نړیوال روغتون مسوول ډاکټر محمدالله دوران

د کابل د نړیوال روغتون یو تن مسوول ډاکټر محمدالله دوران که څه هم تر یوه بریده په دغه روغتون کې ستونزې منې خو وایي چې هڅه به وکړي څو خپلې نیمګړتیاوې په لنډ وخت کې بشپړې کړي.

"موږ کوښښ کوو، چې ژر تر ژره منفي اړخونه اصلاح کړو، په ډېرویو ځایو کې نمیګړتیاوې موجودې وي، ځینې نیمګړتیاوې بودجې پورې اړه لري، ځینې نمګړتیاوې نوي والي پورې اړه لري، ځکه موږ دغه روغتون ته نوي راغلي یو. نو موږ کوښښ کوو، چې د روغتیا وزارت له لارښوونې سره سم خپلې ټولې نمیګړتیاوې پوره کړو."

د عامې روغتیا وزارت په وینا دمګړۍ یواځې د کابل په ښار کې ۹۰ خصوصي روغتیایی مرکزونه فعالیت کوي، چې د دوی په وینا یو یې هم په نړیوالو معیارونو برابر نه دی.

کنټرول

دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې په ورځ د مشرانو جرګې د شکایاتو د کمیسیون مشر ډاکټر زلمي زابلي وویل چې د عامې روغتیا سرپرسته یې غونډې ته وربللې وه او پر دې ټینګار وکړ، چې باید خصوصي روغتونو په جدي ډول کنټرول کړي.

د مشرانو جرګې غړیو هم د میرمن دلیل څخه د وهاج، کیشا او خرمي روغتونو د څیړلو کلکه غوښتنه وکړه.

یو شمېر کتونکي په دې باور دي، چې د عامې روغتیا وزارت باید له ډیر پخوا تل د ټولو روغتونو څخه څارنه کړی وای خو دغه وزارت اوس اوس په دغه برخه کې خپلې هڅې پیل کړي دي.

رپورټ: مخفي عزیزي - کابل
XS
SM
MD
LG