د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

سوریه هڅه کوي بیړنی قانون لغوه کړي


د سوریې ولسمشر بشارالاسد
د سوریې ولسمشر بشارالاسد
د سوریې د ولتي خبري اژانس پرون خبر ورکړ، چې حکومت یوه قانوني لایحه منظور کړې چې له مخې یې هغه اصطراري قانون چې له پنځو لسیزو راهیسې په دې هیواد کې جاري و، لغو کیږي.

د دغه قانون لغو کیدل په سوریه کې د ډموکراسۍ پلویو مظاهره چیانو یوه اساسي غوښتنه وه.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد تراوسه دغه قانون نه دی توشیح کړی خو د راپورونو له مخې پردغه قانون د هغه لاسلیک کول به تشریفاتي بڼه ولري.

د سوریې د خبري اژانس د خبر له مخې د سوریې حکومت دغه راز هغه دولتي امنیتي محکمه لغو کړې چې د سیاسي زندانیانو دوسیې یې څیړلې او یو نوی قانون یې منظور کړی چې په اساس یې سوله ییزو مظاهروته اجازه ورکول کیږي.

خو دا نه ده څرګنده چې د حکومت وروستي اقدامات به په دې هیواد کې د حکومت ضد مظاهرې پای ته ورسوي او که نه؟

د دغه خبر له خپریدو څو ساعته مخکې چارواکو مظاهره چیانو ته سخت خبرداری ورکړی و، چې له مظاهرو لاس واخلي.

د راپورونو له مخې دغه راز امنیتي ځواکونو د سوریې په دریم لوی ښار هوم کې د حکومت ضد پرمظاهره چیانو ډزې وکړې.

د عیني شاهدانو په حواله په دغو ډزو کې د یو تن د وژل کیدو ویل شوي.

په عین حال کې متحده ایالاتو پرون له سوریې وغوښتل چې د مظاهره چیانو پرضد خشونت پای ته ورسوي او سمدستي دې اصلاحات پلي کړي.

د بشري حقوقو مدافع ډلې وایي، په سوریه کې د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې چې له یوې میاشتې راپدیخوا پیل شوي، لږ ترلږه دوه سوه کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG