د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۵۱

مشرانو جرګه: رحیم وردګ دې استعفا ورکړي


د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردک

د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د هېواد د دفاع له وزیره وغوښته، چې له دندې استعفا ورکړي. د مشرانو جرګې ځینو غړو پر امنیتي ځواکونو دا انتقاد هم وکړ.

په داسې حال کې چې په وروستیو څو اونیو کې د افغان دولت وسله والو مخالفینو لوړپوړي افغان امنیتي چارواکي او ادارې په نښه کړي، د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د افغان امنیتي ځواکونو پر امنیتي کړنلارو او پالیسویو انتقادونه وکړه.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان په دفاع وزارت کې دننه، یوه ځان وژونکي حمله کوونکي پر افغان ځواکونو حمله وکړه، چې دوه سرتیري یې ووژل او ۷ نور یې ژوبل کړل.

د مشرانو جرګې غړو د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل، چې د دفاع وزارت چارواکي د امنیت ساتلو توان نه لري.

د دې جرګې غړي حافظ عبدالقیوم له دفاع وزیر رحیم وردک څخه وغوښت، چي له دندي استعفا ورکړي او یا هم مشرانو جرګه باید هغه استعفا ته مجبور کړي.

"یوازې دا نه ده، چې دوی د افغانستان ۵۷٪ بودیجه دوی واخلي، لس میلیارده ډالر د امریکا متحده ایالاتو د دوی د تجهیر او امکاناتو لپاره ځانګړي کړي دي او د نورې دنیا کمکونه هم ورسره شته دي. په داسې حال کې چې دوی د افغانستان امنیت لاڅه چې د خپل د وزارت امنیت وساتي نو زما په فکر، دفاع وزیر باید نن خپله استعفي وړاندې کړي او که یې نه کوي، نو مشرانو جرګې دې دی دې ته مجبور کړي چې استعفی ورکړي."

تر دې څو ورځې مخکې وسله والو مخالفینو د ملي پولیسو او اردو په لباس کې د کندهار امنیه قوماندان او په لغمان کې د ملي اردو په یوه اډه کې دننه افغان او بهرني سرتیري ووژل.

ځنیو نورو وکیلانو د وروستیو اونیو د ناامنیو په اړه وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه د امنیت ساتلو لپاره یو غښتلی سیستم او پلان نه لري.

خو ځني نور بیا په دې باور دي، چې پر افغان امنیتي ځواکونو او پوځي ادارو په حملو کې د بهرنیو کړیو او هیوادونو لاس دی.

د دوی په خبره چې دغه هیوادونه افغان حکومت ځکه کمزوری ښوول غواړي، چې په افغانستان کې د امریکا د دایمي اډو د جوړولو او له بهرنیانو څخه د امنیت اخیستلو خبرې روانې دي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون مشر ډاکتر زلمی زابلي وايي.

″په دې کې د امریکا او ای. اېس ای یواځنی هدف دا وو، چې د افغانستان دولت ته دا وښيي، که چېرې دلته دایمې نظامي اډې نه وي د امریکا د حضور پرته کولای شو ستاسې قواوې د حملاتو تر تاثیر لاندې راولو.

په دې برخه کې زه دفاع وزارت نه ملامتوم، ځکه دا نړېوالې ټولنې او ای. اېس. ای کار دی، چې موږ تل د دوی محتاج واوسو.″

د مشرانو جرګې د غړو په خبره چې وسله والو مخالفینو د جنګ لاره بدله کړې او د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې یې نفوذ کړی، دوی له افغان امنیتي ځواکونو وغوښتل چې باید په دې اړه جدي هڅې وکړي.

دا پیښې په داسې وخت کې کیږي، چې ټاکل شوې د روان لمریز کال په چنګاښ میاشت کې افغان ځواکونو ته د افغانستان د خینو سیمو د امنیت سپارلو چارې پیل شي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG