د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

سوریه:لاریون کوونکو د حمص ښار مرکزي چوک محاصره کړ


د اسوشیتد پرېس خبري اژانس په حواله پرون لږ تر لږه پینځه زره تنه د حکومت ضد مظاهره کونکو د سوریې د دریم لوي ښار حمص مرکزي چوک اشغال کړ.

دې کسانو ګواښ وکړ، چې تر هغو به دا چوک په خپل اشغال کې وساتي، چې ولسمشر بشارالاسد استعفې وکړي او د حکومت د دې خبرداري پروا يي ونه کړه چې وايي په زور به اصلاحاتو ته غاړه کینږدي.

له بله پلوه د سوریې حکومت هڅه کوي د اصلاحاتو لپاره دې مظاهرو ته د افراطي کسانو تر نفوذ لاندې حرکت رنګ ورکړي .

حکومت د خلکو د دې مظاهرو پړه پر یو شمېر ډیرو محافظه کارو مسلمانانو وراچوي چې وايي په سوریه کې د افراطي رژیم د رامنځ ته کېدو او د خلکو د ترور او ترهې غوښتونکي دي .

د بشري حقونو یوې مدافعې ډلې ویلي، چې د سوریې امنیتي ځواکونو نن وختي د دې هېواد په دریم لوی ښار حمص کې پر حکومتي ضد مظاهره کونکو ډزې کړې دي .

یو شمېر فعالینو تاید کړې، چې امنیتي ځواکونو پر هغو مظاهره کونکو ډزې کړې چې د ښار مرکزي چوک یې نیولی وو او ویل یې چې د ولسمشر بشار الاسد تر استعفې پورې به له دې ځايه نه ځي .

په پېښه کې د وژل شوېو او زخمیانو دقیق شمېر لا نه دی معلوم، خو د بشري حقونو مدافع ډلې وايي، چې په سوریه کې د تیرې یوې میاشتې حکومتي ضد مظاهرو په جریان کې د وژل شوېو شمېر په ۲۰۰ تنو اوړي .

د حمص خلکو پرون د مصریانو په څير د ښار مرکزي چوک بند کړ او بیا لږ تر لږه لس زره کسانو د هغو دولسو تنو په جنازه کې برخه واخیسته چې د بشري حقونو ډلې وايي د یکشنبې په ورځ د اعتراضونو په ترڅ کې وژل شوي وو .

ګڼ شمېر خلک وايي، چې حکومت پلوي وسله وال کسان د خلکو د وژلو او ترور لپاره د هوايي ډزو په شان تاکتیکونو کار اخلي.

د سوریې حکومت په دې هېواد کې د ناکرارېو پړه پر سخت دریځه سلفیانو ور اچولې او ویلي يې دي چې فعالیتون به یې ونه زغمل شي .

د کورنیو چارو د وزارت یوه اعلامیه وايي، چې د سلفیانو ډله چې ریښې یې په سعودي عربستان کې دي په دې هېواد کې د اسلامي امارت د رامنځ ته کولو هڅه کوي.

د کورنیو چارو د وزارت اعلامیې دا ډله تورنه کړې، چې د بشارالاسد د رژیم د ازادیو او اصلاحاتو له هر اړخیز پروګرام څخه ناوړه ګټه اخلي او اصول یې تر پښو لاندې کوي، خو په دې ارتباط د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک تونر ویلي :

(دا ضروري نه ده چې په ټولنه کې د لا زیاتې ډیموکراسۍ په لور د ټولنې د حرکت ملاتړ د موجود رژیم ځپل وګڼل شي.

زموږ غوښتنې او هغه څه چې اوس مهال ولسمشر بشارالاسد ورسره مخامخ دی د لا زیاتې ډیموکراسۍ په لور د هغه د خپلو خلکو حرکت دی . )

د سوریې ولسمشر بشارالاسد د اضطراري حالت د لغو کېدو او د سیاسي ګوندونو د تشکیل د قانون په شمول د سیاسي اصلاحاتو ژمنه کړې، خو ویلي يې دي چې تر هغه وروسته خلک د مظاهرو لپاره هیڅ ډول عذر نه لري .

ولسمشر بشارالاسد ویلي دا بهرنۍ دسیسه ده چې په سوریه کې د فرقه یي لانجو د رامنځ ته کولو هڅه کوي .

له بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک تونر وویل، چې متحد ایالات په دې سیمه کې د خلکو د ریښتینو هیلو پر اساس د پياوړو مدني ټولنو د رامنځ ته کیدو ملاتړ کوي:

(موږ د سوریې د حکومت د ځپلو ضعیفه کولو هڅه نه کوو، موږ د نړۍ د نورو برخو په څير په سوریه کې هم د مدني ټولنود ملاتړ له لارې داسې دیموکراتیکو ادارو رامنځ ته کیدل غواړو .)

د دمشق د پوهنتون د محصلینو یوې ډلې نن پر فیسبوک اعلان کړی، چې په سیمه کې د تشدد په ضد په اعتراض کې به تر راتلونکو دریو ورځو پوهنتون ته نه ځي.

ټول بهرني خبریالان له سوریې څخه ایستل شوي دي او له دې امله د مړو او ټپیانو په ارتباط معلومات د عیني شاهدانو په حواله خپریږي چې د خپلواکو منابعو له خوا نه دي تايید شوي .
XS
SM
MD
LG