د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۳۱

د اوباما اداره:له طالبانو سره دې پټې خبرې وشي


د امریکا د ولسمشر بارک اوباما
دا چې د اوړي د موسم په رارسېدو سره په افغانستان کې د طالبانو په ځان وژونکو حملو سره وضعه خرابه شوې، د امریکا سپینې ماڼۍ، د بهرنیو چارو وزارت او دفاع وزارت پتیېلې چې په راتلونکو څو میاشتو کې په افغانستان کې د سولې ماته ګوډه سیاسي عملیه چټکه کړې او د جګړې د ختمیدو لپاره منځګړیتوب وکړي.

ناتو هېوادونه، په خاص ډول انګلستان او دغه راز پاکستان له اوږدې مودې راهیسي د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په کار کې د متحده ایالاتو له ناغېړۍ او ورو حرکت څخه سر ټکوي او هغه ۴۹ هېوادونه چې په افغانستان کې پوځي حضور لري، له افغانستان څخه د وتلو شیبې شمېرې.

د امریکا حکومت په داخل کې د خپلو خلکو تر فشار لاندی دی او د یوې وروستۍ ټول پوښتنې پر اساس، دوه پر دریمه برخه امریکایان وایي، د افغانستان جګړه له دي وروسته ارزښت نه لري.

بله دا چې د افغانستان د جګړې لګښت په اوونۍ کې دوه میلیارده ډالره دی چې دا هم د امریکا اواروپایي هېوادونو مالیه ورکوونکو ته یو دروند بار دی.

احمد رشید د فایننشل ټایمز په مقالې کې لیکي: له تېر منی راهیسي امریکایي چارواکو د طالبانو له استازو سره څو ځلې خبرې کړي دي، خو د طالبانو لپاره د یوه دفتر یا ادرس برابرول یوه ستره ستونزه ده.

امریکا دا مهال منلې چې په کوم عربي هېواد او یا ترکیې کې طالبانو ته یو دفتر پرانیزي.

د احمد رشید په وینا، دا به په تېرو لسو کلونو کي د امریکا په پالیسۍ کی یو ستر او قاطع بدلون وي. که چیرې دا خبرې سمې پر مخ لاړې شي نو د طالبانو دفتر به افغانستان ته انتقال شي.

ولسمشر کرزي په تېرو دریو کلونو کې له طالبانو سره خبرې کړې خو دا چې امریکا یي ملاتړ نه کاوه نتیجه یي نه ده ورکړې. طالبانو هم غوښتل چي له امریکایانو سره مستقیمې خبرې وکړې.

احمد رشید وړاندې لیکي: بل پرمختګ دادی چې د امریکا او پاکستان د استخباراتو ترمنځ له څو میاشتو خپګان او شخړو وروسته، امریکایي چارواکي وایي، غواړي د افغانستان د جګړې د ختمولو په کار کې د پاکستان پوځ را داخل کړې او له پوځ څخه غواړي چې په پاکستان کې د طالبانو د پټېدو پر ځایونو باید واک حاصل کړي.

د امریکا حوصله دې خبرې ته تنګه شوې چې وایي، د پاکستان له مرستې پرته په افغانستان کی سوله نه شي ټينګیدلاي.

پاکستانی چارواکي هم امریکایانو ته په غوسه دي او وایي، له دوي سره استخباراتي معلومات نه شریکوي.

تېره اوونۍ د پاکستان ملکي او پوځي مشرانو کابل ته د سفر پر مهال امریکایانو ته وښودله ، چې دوي غواړي د کرزي او طالبانو تر منځ خبرو کې مرسته وکړې.

احمد رشید لیکي: د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د نوښتونو ژمنه کړې وه، خو وروسته یي خپلې هلي ځلي بندي کړې او داسي استدلال کېده چې امریکا د پردې تر شا د هند او پاکستان تر منځ د شخړو کمولو هلې ځلي چټکې کړې او له دغو دوو هېوادونو څخه غواړي چې په افغانستان کې دي خپلې بې باورۍ کمې کړې.

د هند او پاکستان په خبرو کې وروسته، افغان او امریکایي چارواکي هم شامل شول.

د امریکا متحده ایالات په عین حال کې غواړي، چې د ایران په ګډون، د افغانستان په نورو ګاونډیانو سیاسي فشارونه زیات کړې تر څو هغوي هم د افغانستان د جګړې په ختمولو کې مرسته وکړي.

احمد رشید لیکي: د امریکا د متحده ایالاتو د دې پالیسۍ زیاته برخه پخواني خاص استازي ریچارد هلوبروک لیکلي وه. نوموړی په تېر ډیسمبر کې مړ شو.

سپینې ماڼۍ هغه مهال د هولبروک نظریاتو ته زیات پام نه کاوه خو دا مهال د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له نوي خاص استازي مارک ګروسمان سره د امریکا د حکومت ټولې برخې او په خاص ډول ولسمشر اوباما همکاري کوي.

احمد رشید په مقالې کې زیاتوي، په راتلونکي ډیسمبر میاشت کې به د جرمني په بن ښار کې له لسو کالو ورسته بله غونډه جوړه شي.

د بن په لومړي کنفرنس کې طالبانو ته ونډه نه وه ورکړل شوې او بهر ساتل شوی وو، دا ځل به طالبانو ته پوره ونډه ورکوله شي که څه هم چې تر دغې نېټې پورې ممکن د سولې تړون نهایي نه شي.

د لیکوال په نظر، په افغانستان کی د جګړې پاي پیل شوی خودا به په ناتو او امریکا پورې اړه ولري، چې هغوي خپله ونډه څه ډول پرځای کوي.

ځیني ناتو هېوادونه نه غواړي چې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو په ایستلو کې عجله وکړي.

د دوي په فکر، دا به په افغانستان کې ستر مصیبت رامنځ ته کړې، خو اصلې خبره داده چې واشنګټن دا مهال دی نتیجې ته رسیدلی چې د افغانستان ستونزه باید د پوځي قوت پر ځای، له سیاسي لارې حل شي، دا په تېرې یوې لسیزې کی یو ستر بدلون او بری ګڼل کیږي.
XS
SM
MD
LG