د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۴۳

د جنرال مک کریسټال دوسیه وڅیړل شوه


متقاعد جنرال مک کرسټل
د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو پر پخواني عمومي قوماندان د لګیدلو تورنو په اړه تحقیق کړی دی.

متقاعد جنرال مک کرسټل وروسته تر دې تیر اوړی له کاره ګوښه شو، چې رولنګ سټون مجلې د ده او د مرستیالانو په وینا رپوټ خپور کړ، چې په کې د مرستیال ولسمشر جوبایډن په ګډون د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په اړه له تحقیره ډکې خبرې خپرې شوې وې.

د امریکا د دفاع وزارت د یوې څیړنې له مخې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو پخواني عمومي قوماندان، چې له کاره ګوښه شوی دی، ناسم کار نه دی کړی.

د دې څیړنې له مخې د رولینګ سټون مجلې د هغې مقالې پر ریښتونولۍ شک شوی دی، چې د مک کرسټل په اړه یې خپره کړې وه او بیا دی له کاره ګوښه شو.

د امریکا د دفاع وزارت د تفتیش ادارې له یو شمېر عیني شاهدانو سره مرکې کړې دي او د امریکا د پوځ د تحقیق دوسیه یې بیا کتلې ده.

له دې څیړنو وروسته دې ادارې هغه مدارک نیمګړي بللي دي چې مک کرسټل یا د هغه همکارانو د امریکا د دفاع وزارت له معیارونو سرغړونه کړې ده.

پوځ مخکې ویلي و، چې مک کرسټل او د هغه همکارانو په حقیقت کې د جګپوړیو ملکيانو په برخه کې ناسم بیانونه ورکړي و،خو د تفتیش ادارې معلومه کړه، چې ټولې پېښې له رپوټ سره سمې نه دې شوې. دغه اداره مثال ورکوي چې دوی په ځینو مواردو کې شاهدان نه دې موندلي.

په څیړنه کې د هغو خبرو تایید نه دی شوی، چې په کې د هغو سرچینو په وینا چې د ولسمشر بارک اوباما او د جګپوړېو پوځي افسرانو له غونډې خبرو او مک کرسټل هلته ویلي و، چې ده فکر وکړ چې ولسمشر اوباما د دفاع وزارت له رپوټه ناراحته و او ویریدلی و.

همدا راز د دفاع وزارت د تفتیش اداره هغه خبره نه تاییدوي، چې په کې یوه سلاکار ادعاء کړې وه چې مککرسټل له اوباما سره وروسته له یو په یو کتنې ډير مایوسه و.

لیکن دغه څیړنه دا تاییدوي چې مککرسټل او د هغه همکارانو د افغانستان د تګلارې په برخه کې د مرستیال ولسمشر جوبایډن له نظریاتو سره مخالفت کړی و.

مککرسټل د جون په میاشت کې وروسته تر دې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو له قوماندانۍ لرې شو چې د رولینګ سټون په مجلې کې د ده او د ده د ملګرو په وینا تبصرې خپرې شوې. یوه میاشت وروسته تر دې مککرسټل له پوځه تقاعد وکړ.

د رولینګ سټون د مجلې د رپوټ له خپریدو وروسته د امریکا دفاع وزارت دقت پیل کړ چې پوځ څه ډول له رسنیو سره چلند وکړي.

خو تیره اونۍ له نظامي کورنیو سره د مرستې د نویو هڅو د پیلیدو په یوې غونډې کې بارک اوباما له مککرسټل سره مخامخ شو او له هغه سره یې روغبړ وکړ.
XS
SM
MD
LG