د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۲۵

په کابل کې د لوګر د والي پر ضد مظاهره وشوه


مظاهره کوونکي وايي، د لوګر والي د مس عینک ټولې پروژې تر خپلې ولکې لاندې راوستلي دي.

د لوګر زیات شمېر اوسیدونکو د دغه ولایت د والي پر ضد د سې شنبې په ورځ په کابل کې مظاهره کړې او د والي د لیرې کیدو غوښتونکي دي او دی یې په اداري فساد او د ځمکو په غضب تورن کړ.

د لوګر لسګونو مظاهره کوونکو له ولسمشر کرزي نه وغوښتل، چې د لوګر والي دې له دندې ګوښه کړي.

دغو مظاهره کوونکو، چې لومړی د عیدګاه جومات مخې ته راټول شوي وو او بیا یې تر پښتونستان واټ احتجاجي لاریون وکړ، د لوګر والي عتیق اله لودین د ځمکو په مافیا او اداري فساد تورن کړ.

د مظاهرې یو ګډون وال وایي:

"نوم مې محمد میرویس دی، د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکی یم.

د مس عینک ټولې پروژې پر والي پورې اړه لري، ډېري شرکتونه په خپله د ده دي او هغه شرکتونه چې پر ده پورې اړه نه لري خپل حق ترې اخلي او په نیمايي ورسره کار کوي.

له ده سره د ځمکو یوه مافیا ورسره لاس لري او د لوګر ولایت ډېرې شنې ساحې، پارکونه او حتی هغه سیمې چې هدیرو ته ځانګړې شوي، پرته د شهر سازي له پلان څخه ده غصب کړي دي."

مظاهره کوونکو ګواښ وکړ، چې که د دوی غوښتنې په راتلونکو دوو ورځو کې و نه منل شي، نو د کابل لوګر لویه لار به د ترافیکو په مخ وتړی او خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د لوګر اوسیدونکو دا شکایت هم کاوه، چې د والي له خوا شوی ژمنې ترسره شوې نه دي او په دې ولایت کې په پرمختیایي کارونو کې سم کار نه دی ترسره شوی.

خو د لوګر والي عتیق اله لودین له ازادي راډیو سره په تیلیفوني خبرو کې د مظاهره کوونکو دا ادعاوې رد کړې او دغه مظاهره یې د ورانکارو خلکو کار وباله. دی پر مظاهره کوونکو تور لګوي دغه کار یې د پیسو په بدل کې کړی.

که څه هم دی د خپل ځان په وړاندې تورونه ردوي خو وایي چې هغه شمیر لوړپوړې چارواکي چې په دغه ولایت کې په اداري فساد او د ځمکو په غصب کې ګرم وو، څارنوالۍ ته یې ورپیژندلي دي.

دی وایي:

"که چېرې د شوراګانو یو تن هم په دې پروګرام شامل وي زه یوه ورځ هم ولایت نه کوم. دا ټول توطیه کوونکي خلک دي چې مظاهرې کوي."

په ورته وخت کې ښاغلی لودین زیاتوي، چې په دغه ولایت کې شاوخوا سل میلیونه ډالر یې په پراختیایي کارونو لګولي خو مظاهره کوونکي وایي، چې په دغه ولایت کې پراختیایي کارونه سم نه ترسره کیږي.

که څه هم د لوګر د والي پر ضد دا لومړنۍ مظاهره ده، خو تر دې مخکې د هیواد د یو شمېر نورو ولایتونو د والیانو پرضد هم ورته مظاهرې شوي او د هغوی د ګوښه کولو غوښتنه شوې ده.

رپورټ: مخفی عزیزي ـ کابل
XS
SM
MD
LG