د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

امریکا افغانستان ته نوي کارپوهان او سلاکاران استوي


د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت غواړي، چې په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو او ارګانونو د غښتلتیا په مقصد ځینو وزارتونو ته نوي کارپوهان او سلا کاران واستوي.

د تېرکال اوړې کې د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو بې تجربې روزونکو او قراردادیانو پرځای د تکړه کارپوهانو او سلا کارانو د استولو پرګرام پیل کړ او دا پروګرام یي “د دفاع وزارت مناسب سلاکاران” په نامه یاد کړي دي.

د ملګرتیا یا مشارکت، ستراتیژۍ او ثبات په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ډاکتر جیمز شېیر د سنا د وسله والو خدمتونو کمېټې ته وویل: د دغه پروګرام مقصد دادی چې د افغانستان وزارتونو ته تکړه، اغیزمن او په کارپوه ملکي سلاکاران برابر کړو.

ډاکټر شېیر وایي، د دفاع وزارت ملکي سلاکاران باید موافقه وکړي چې یو یا دوه کاله به په افغانستان کې پاتې کیږي او د کار له پیل مخکې به ورته د اوو اوونیو روزنه هم ورکول کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ډاکټر جیمز شېیر وایي، کله چې موږ کابل ته خپل ۱۷ تنه سلاکاران واستول د دوو میاشتو په دننه کې جنرال پیتریاس له موږ نه وغوښتل، چې د روان کال تر پایه سل نور سلا کاران هم ور واستوو.

د امریکا د دفاع وزارت د سلا کارانو د دغه پرګرام پر اساس به شاوخوا دوه سوه سلا کاران کابل ته لاړ شي، د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو په وزارتونو کې به د ملي پوځ او پولیسو د پلانونو او ستراتیژیو په چارو او ددغو وزارتونو د نورو ۲۵ پراختیایي پلانونود عملي کولو په چارو کې مرسته کوي.

په دې پلانونو کې لوژستیک، استخبارات، ستراتیژۍ، پالیسۍ ، بودیجه، مخابرات، معلوماتي ټکنالوژي او نور شامل دي.

د کورنیو چارو د وزارت د نوېو سلاکارانو دنده به دا هم وي، چې د افغان سلاکارانو په روزنې کې مرسته وکړي او د خپلو کارونو د پرمختګ راپور به د کورنیو چارو وزېر او د پولیسو په چارو کې د ایتلافي ځواکونو د قوماندانۍ مرستیالانو ته ورکوي.

واشنګټن پوست لیکي: دا مهال ستونزه داده، چې دا نوي سلاکارن په افغانستان کې د کار ځايونه یا کمپونه نه لري او د کورنیو چارو د وزارت یوه جګ پوړي قوماندان اجازه نه ده ورکړې چې په دغه وزارت کې امریکایي سلاکاران کمپ جوړ کړي.

د افغانستان دفاع وزارت کې امریکایي سلاکاره کیمبرلي اکولم وایي، د دې دنده دا وه چې د دفاع وزارت د معیین په دفتر کې ادارې او دفتري کارونه منظم او کمپوتري کړي.

دا وایي، کله چې ما د خپل پروګرام یا کارونو جاج واخیست و مې کتل، چې افغان مامورین بیا هم ټول کارونه په لاس او په پخواني سیستم تر سره کوي او له کمپیوترڅخه کار نه اخلي.

د مسلې د روښانتیا په مقصد مې له مربوطو چارواکو څخه وپوښتل، هغوي راته وویل، په کمپویتر څوک نه پوهیږي.

کمبرلي وایي، له هماغې ورځې راهیسي یي نه یوازې د خپلې ډلې بلکه د دفاع وزارت په نورو دفترونو کې هم له کمپویتر څخه د ګټې اخیستنې او پروګرامونو د زده کړې کار پیل کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ډاکټر جیمز شیېر وایي، د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو د ظرفیتونو د لوړولو په پروګرام سربېره یي، د افغانستان او پاکستان په څېر د مشارکت کوونکو هېوادونو لپاره یو بل پروګرام هم تر لاس لاندې نیولي خو د دې پروګرام په اړه خلک زیات معلومات نه لري.

دا پروګرام د دفاعي انسټیتیوټونو د بدلون نوښت نومیږي، په دغه پروګرام کې د ملګرو هېوادونو د دفاعي توان او خلاو جاج اخیستل کیږي او د ضرورت په وخت کې ورته کارپوهان او مواد استول کیږي او دا پروګرام تر نامعلوم وخته دوام کوي.

د ډاکټر شیېر په وینا، د دغو دواړو پروګرامونو هدف دادی، چې د ملګرو هېوادونو د امنیتي ستونزو په حل کې همکاري وشي او دا ستونزې په هر هېواد کې توپېر لري.
XS
SM
MD
LG