د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

جاپان:په ربوټونو د راډیو اکټیف د وړانګو اندازه معلوموو


د جاپان د فوکوشیما په زلزله ځپلو اټومي تاسیساتو کې د راډیواکتیف وړانکو د اندازې مالومولو لپاره پرون له هغو روباټونو کار واخیستل شو، چې له لېري کنټرولېږي.

د دوو ریکټرونو د ودانیو څېړنې وښوده چې دا ځای د انسانانو د کار لپاره مساعد نه دی او دا چاره د زیانمن شویو ریکټرونو د جوړولو لپاره هلې ځلې له مشکل سره مخامخ کوي.

د توکیو د انرژۍ شرکت مشر ماساتاکا شیمیزو چې شرکت یې په دې اټومۍ بټۍ کې د عملیاتو مشري کوي پرون پارلمان ته ډاډ ورکړ چې حالت تر کنټرول لاندې دی:

(په بټۍ کې د سخت بېړني حالت دوامدارې شېبې راغلې وې چې موږ په ډېره بېړه حل کړې.

د مثال په ډول کله چې برېښنا قطع شوه او یا مثلاً موږ د سړوونکي سیسټم اداره له لاسه ورکړه، خو زموږ پالیسي داده چې له دې حالاتو سره د بېړني حالت د پام کې ساتلو په روحیې سره مقابله وکړو.)

د بټۍ مسوولو چارواکو د یکشنبې په ورځ په اټومي برېښناکوټونو کې د وضعیت دعادي کولو لپاره یو نهه میاشتنی پروګرام اعلان کړ.

په دې پروګرام کې نوي سړوونکي سیستمونه چې تازه جوړ شوي هم شامل دي، دا اعلان ښيي چې د سړوونکو سیستمونو د ترمیم لپاره د توکیو د برېښنا د شرکت مخکینۍ هڅې ناکامې وې.
XS
SM
MD
LG