د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

ایران:زموږ ۱۲ انجنیران په فراه کې تښتول شوي


د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويندوي رامين مهمانپرست
د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويندوي رامين مهمانپرست
ايران د دوشنبې په ورځ وويل، چې دولس ايراني انجنيران د افغانستان په لوېديځ کې د وسله والو کسانو له لوري تښتول شوي دي، خو يوه افغان مقام وويل د تښتول شوېو ايراني انجنيرانو شمېر لس تنه وباله او ويې ويل، چې د هغوي پنځه افغان همکاران هم تښتول شوي دي.

د فراه د والي ويندوي نقيب الله فراهي خبري اژانسونو ته وويل، چې ايراني انجنيران، چې د سړک جوړولو په يوې پروژې يې کار کاوه، د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې تښتول شوي دي.

فراهي تښتونکي طالبان وبلل، خو د طالبانو ويندوي قاري يوسف احمدي له نامالوم ځايه د ټېلیفون په وسيله فرانس پريس خبري اژانس ته وويل، چې دوي د چا د برمته کېدو په باب مالومات نه لري.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويندوي رامين مهمانپرست بې له دې چې د ايرانيو انجنيرانو په تښتولو څوک تورن کړي د هغوي شمېر دولس تنه وباله او ويې ويل چې دوي په يوه ساختماني کمپنۍ کې کار کاوه.

مهمانپرست د ايرانيو اتباعو د تښتول کېدو د علت په باب څه ونه ويل، خو ويې ويل چې په دې باب په کابل کې د ايران د سفارت او په تهران کې د افغانستان د سفارت له لوري تحقيقات روان دي.

د فراه د امنيې قومندان سمونوال سيد محمد ويلي، چې سخت دريځو د ايراني انجينرانو د تښتولو مسووليت په غاړه اخيستي او خبرداري يې ورکړي چې که پر سړک کار ونه درول شي برمته کړي کسان به ووژني.

ده همدا راز وويل، چې د اوس لپاره پر سړک کار درول شوی او پوليسو په هغه سيمه کې تلاشي پيل کړې چې دا کسان په کې تښتول شوي دي.

د سمونوال سيد محمد په وينا د ده له مالوماتو سره سم له دوو افغانانو سره ديارلس ايرانيان هغه مهال وتښتول شول، چې په دوو موټرونو کې د کار لور ته روان ول.
XS
SM
MD
LG