د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

م.م:د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د کوکنارو کښت زیات شوی


د ملګروملتو له يوې تازه سروې سره سم سږکال د افغانستان په شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې د کوکنارو کښت زيات شوي خو بيا به هم تر تېرکال د افغانستان د کوکنارو حاصل لږ څه زيات وي.

ملګري ملتونه د دې علت دا ښيي چې په هلمند او کندهار کې سږکال د کوکنارو کښت کم شوی او له بلې خوا د مځکو حاصلات تر تېر کال کم ښکاري.

د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې د ادارې مشر وويل، سږ کال د کوکنارو د بيې لوړوالي زيات خلک تشويق کړل، چې دغه بوټى وکري.

د راپور په حواله د 2010د فبرورۍ او د روان ميلادي کال د همدې مياشتې په موده کې د وچو ترياکو بيه 306 فيصده لوړه شوه.

راپور زياتوي، چې په بدخشان او بغلان کې د کوکنارو کښتونه زيات شوي، دغه راز په شمال ختيځ کاپيسا کې هم دغه کښت دى.

ويل شوي، چې په غور، هرات او فارياب ولايتونو کې هم د دې بوټي کر يو څه زيات شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار، هلمند او ځينو نورو ولايتونو کې د کوکنارو د کښتونو اړول روان دي، د کندهار چارواکي وايي د خپل کمپاين له پيله يې تر 4000 جريبه زياته ځمکه له دې کښت څخه پاکه کړې ده.

ملګروملتو په خپل دوه مياشتني راپور کې ويلي ، سره له دې چې په کندهار او هلمند کې، چې د کوکنارو د کښت تر ټولو لوي ولايتونه بلل کېږي، د دې بوټي کر کم شوي، په مجموع کې په ټول افغانستان کې ډېر نه دي کم شوي.

له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې لپاره د ملګروملتو د دفتر رييس جين لو ليماهيو د سروې د اعلانولو په وخت په کابل کې وويل، دا يو اټکل دي خو که حکومت زياتې هلې ځلې وکړي ممکن کوکنار تر دې زيات کم شي.
XS
SM
MD
LG