د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۲۸

پر دفاع وزارت نننی برید د خلکو اندېښنې راپارولي دي


د ښاغلي عظیمي په وینا په نننۍ حمله کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې په دغه وزارت کې د وسله والې نښتې له امله دوه د ملي اردو پوځیان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي. دغه وزات وايي، چې یوه تن د ملي اردو له لباس څخه په ګټه دفاع وزارت ته داخل شوی و

د افغانستان په دفاع وزارت کې دننه، چې د ارګ له ماڼۍ سره یوازې د یو څو میټره واټن په لرې والي پروت دی، ډزې او د ملي اردو د سرتیرو وژنه د وسله والو مخالفینو یو حیرانوونکې عمل وو.

په دغه پیښه کې، چې د دوشنبې په ورځ د غرمې په دولسو بجو رامنځ ته شوه، د ملي اردو دوه سرتیري وژل سوي او اووه نور ټپیان شوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي له پیښي وروسته وویل، چې حمله کوونکی یو تن و، چې د ملي اردو په یونیفورم کې یې نا څاپه پرسرتیرو ډزې وکړې.

"هغه کس چې پوځي لباس یې درلود، په خپله وسله د ملي اردو پر سرتیرو ډزې وکړې او د ملي اردو دوه سرتیري یې ووژل او ۷ تنه نور یې ژوبل کړل.

حمله کوونکی د ملي اردو په متقابلو ډزو کې ووژل شو، خو وروسته مو پام شو، چې چاودېدونکي مواد هم ورسره وو، خو نه دی توانیدلی چي چاودنه وکړي."

د دې پیښې خبر په ډیره چټکۍ سره په خلکو کې خپور شو او پوښتنه ورته دا وه، چې دغه سرتیري څنګه چاودېدونکي توکي هغې ودانۍ ته ور وړي وو، چې په ډیر جدیت یې ساتنه کیده.

افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو په درشل کې وسله والو مخالفینو د جګړې تاکتیک بدل کړی او په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو لیکو ته ننوتلي، چې دې ته ورته څو حملې یې کړي.

په سرپل کې د یوه پولیس له خوا د دریو امریکانو وژل، د کندهار د امنیه قومندان وژل کېدل، په لغمان کې د ملي اردو پر مرکز ځان وژونکې حمله او پر دفاع وزارت دا حمله د وسله والو مخالفینو د تاکتیک ښکاره بدلون څرګندوي.

د دغو پیښو په اړه په ولسي خلکو کي هم اندېښنې پیدا شوي دي، دوو تنو ازادي راډیو ته وویل:

"۱ – نادر صافي: په دې وروستیو کې پر دولتي کلیدي شخصیتونو شوې حملې ډېرې د اندېښنې وړ دي، نو اړینه ده، چې د افغانستان حکومت باید خپل کشفي ارګانونه ډېر تقویه کړي، تر ټولو لویه ستونزه دا ده، چې زموږ امنیتي ارګانونه سم نه دي روزل شوي.

۲ – بهرام خان: پر دفاع وزارت ننني برید په رښتیا هم دا وښودله چې طالبان ډېر ځواکمن دي، دا په رښتیام د اندېښنې وړ ده، ډېر ژر به د امنیتي بهیر سپارلو پروسه پیل شي.

دوی غواړي، چې دا جوته کړي چې افغان ځواکونه د دې وړتیا نه لري، چې له ځانه دفاع وکړي. "

تر دې مخکې وسله والو طالبانو ویلي وو، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې نفوذ کړی او دا هغه څه دي، چې د افغانستان د ملي امنیت رییس، د ملي شورا غړو ته په خپلو خبرو کې هم تایید کړې وه.

په دفاع وزارت کې د شوې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو اخیستی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، چې دغه حمله د پنجشیر ولایت د یو اوسیدونکي اسدالله له خوا شوې، چې څو تنه سرتیري یې وژلي دي.

دا حملې او چاودني په داسې وخت کې کیږي، چې تمه کیږي، په چنګاښ میاشت کې افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو چاري پیل شي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG