د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

ځواک: پاکستان د خپل سیاست له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی


غلام جیلاني ځواک
غلام جیلاني ځواک

د افغانستان د سیمه اییزو مطالعاتو مرکز، افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم د سفر او د دواړو هېوادونو پراړیکو د دوشنبې په ورځ د کارپوهانو یو بحث تنظیم کړی و.

کابل ته د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني له سفر وروسته یوشمېر افغان سیاسي کارپوهان په دې نظر دي، چې پاکستان غواړي د افغانستان او سیمې پر وړاندې سیاست کې، یولړ بدلونونو ته زمینه برابره کړي.

غلام جیلاني ځواک وویل، کومې ستونزې چې افغانستان ورسره له کلونو کلونو راهیسې لاس و ګریوان و، نن دغو ستونزو د پاکستان لمنه هم نیولې او هره ورځ یې په مهمو ښارونو کې مرګونې پیښې رامنځته کیږي.

ځواک وویل، د پاکستان اوسنی کورنی حالات، له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره د هغه د اړیکو سستوالی، دا ضرورت پیښوي، چې په سیاست کې یې بدلون رامنځته شي. ده وویل:

"دا سفر یوه لاسته راوړنه ده، پاکستان نن سبا د خپل سیاست له امله له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دی او دا ستونزې یې له یوې ورځې نه بلې ته زیاتیږي او اوس اړ دی، چې له ګاونډیوهیواد ونو سره نیکې اړیکې ټینګې کړي، د پاکستان په سیاست کې بدلون په خپله د پاکستان په ګټه دی."

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د پاکستان صدراعظم رضا ګیلاني د ده د هېواد له یو شمېر لوړ پوړو پوځي او استخباراتي چارواکو سره کابل ته راغلی و او له افغان چارواکو سره یې په دواړوګاونډیو هېوادونو کې د سولې د ټینګښت لپاره، د نویو لارو چارو په غوره کولو، خبرې اترې وکړې.

د پاکستان صدراعظم رضاګیلاني په هماغه ورځ له جمهور ريیس کرزي سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، چې د افغانستان بې ثباتي پرپاکستان اغیزه کړې ده.

حال دا چې افغانستان حکومت تل د هېواد د بې ثباتي سسبب د پاکستان قبایلي سیمې په ګوته کړي او ناټو هم ویلي، چې په یادو سیمو کې به د وسله والو مخالفینو پټ ځایونه نور هم بمبارد کړي.

زبیر شفیقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والی د سولې ضمانت ګڼي خو وایي په دې شرط، چې پاکستان په دې هکله رښتینې هڅې وکړي. ده وویل:

"پاکستان د افغانستان پروړاندې له پخوا څخه رښتینی سیاست نه درلود، خو هیله ده دا ځل په دې لاره کې له صداقت څخه کار واخلي ځکه چې د نیکو اړیکو لرل، د دواړو ګاونډیو هېوادونو په ګټه دی."

په دې هکله ځیني څیړونکو وایي، دا ډول سفرونه له دې مخکې هم ترسره شوي، خو کومه ګټه ترې ترلاسه شوې نه ده.
XS
SM
MD
LG