د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

د ليبیا حکومتي وياند:د ليبيا په شخړو کې القاعده لاس لري


د ليبیا حکومتي وياند
د ليبیا حکومتي وياند

معمر القذافي ته وفادارو ځواکونو د ليبيا په اجدابيه ښار کې د مخالفينو پر مورچو بمباري وکړه.په سلګونو سيمه ييز اوسېدونکي او ځينې مخالفين د سيمې پرېښودو ته اړ شول.

د معمر الذافي پلوي ځواکونو د يکشنبې په ورځ د اجدابيه ښار په لوېديځ کې د مخالفانو پر مورچو بمباري وکړه.

د يوه روغتون چارواکو وويل، دا حمله وروسته تر هغه وشوه چې رژيم ته وفادارو ځواکونو د مخالفينو پر مورچې يو توغندى وويشت، چې لږ تر لږه يې اته کسان ووژل او ٢٧ نور ټپيان کړل.

د قذافي يو ٢٧کلن پلوى عمر سليم مصطفى، چې خپله يې وسله نه ده اخيستې، وايي:

”د قذافي ځواکونو د ښار لوېديځې دروازه بمباري کړه. د ډزو ږغونه رانژدې کېدل، ځکه نو زيات خلک تېښتې ته اړ شول“

د فرانسې خبري اژانس ليکي:

غيث يو ٤٨ کلن ملکي سړى دى، کله چې په مخالفانو ډکې لس لارې له دې ختيځ ښار څخه ووتې، له رويټرز اژانس سره په خبرو کې يې، د ناټو له ځواکونو وغوښتل چې پر سيمې هوايي حمله وکړي:

”ناټو چېرې ده؟ موږ د جګړې لپاره ناټو ته سترګې په لار يو، موږ دې يا هغه بل سړي ته انتظار نه کوو. نړيوالو ته ګورو. ناټو چېرې ده؟ امريکا، فرانسه، بريتانيا او کاناډا چېرې ده؟“

د بريتانيا صدراعظم ډېوېډ کامرون له سکاى نيوز سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې بريتانيا به ليبيا ته پلي عسکر ونه لېږي.

پر ستراتيژيک او د تېلو پر مهم ښار اجدابيه، د يکشنبې د ورځې د بمبارۍ د تلفاتو دقيقي ارقام نه دي معلوم.

هاخوا له يونان څخه يوه کرايه شوې بېړۍ چې مرستندوى مواد په کې بار دي، د لوېديځ ښار مصاراته بندر ته رسېدلې ده.

د اى، او، ايم يا بې ځايه شوېو خلکو ته مرستو د عملياتو مشر جرمي اشلم وايي:

”په دې بېړۍ کې ٥٠٠ ټنه مرستندوي مواد، لکه دوا، څلور امبولانسونه او ډاکټران بار دي، چې د خپلو همکارانو پر ځاى به هلته کار کوي“

نوموړى وايي دفتر يې تمه لري له زرو بېځايه شويو سره چې د مصراته بندر ته څېرمه راغونډ شوي، مرسته وکړي.

د فرانسې خبري اژانس زياتوي، د مصراته او اجدابيه ښارونو فضا په لوګيو پوښلې ده او مخالفين ادعا کوي چې د قذافي پر ځواکونو يې بريالي عمليات کړي. د ليبيا د حکومت وياند موسى ابراهيم د يکشنبې په ورځ په يوه کنفرانس کې وويل، چې د ليبيا په شخړو کې القاعده ونډه لري. ابراهيم وويل:

”د هرې ورځې په تېرېدو سره د ليبيا په شخړو کې د القاعده شبکې دخالت ثابتېږي. زموږ په عقيده دا به ډېره خطرناکه وي که دا خلک په ليبيا کې مېشت شي او د دې هېواد او د بې پايه شتمنيو کنټرول په لاس واخلي. دا هغه هېواد دى چې له اروپا سره يو ګام فاصله لري“

د حکومت وياند د القاعده شبکې د ځينو پېژندل شويو کسانو نومونه واخيستل، لکه عبدالحکيم الاسدي، الشاهد عبدالوحيد، اسماعيل صلبي او نورو، ويې ويل د ليبيا په شخړو کې دوى لاس لري او دا يې د خپل هېواد او سيمې لپاره خطرناکه مسئله وبلله.
XS
SM
MD
LG