د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

ناټو:مخالفینو پر قومي مشرانو او ملکي کسانو بریدونه زیات کړي


په افغانستان کې میشته د ناټو ځواکونو چارواکي وايي، وسلوالو مخالفینو له افغان او نړېوالو ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او له همدې امله یې پر جګ پوړو افغان چارواکو، قومي مشرانو او ملکي کسانو حملې زیاتې کړي دي.

دوي دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې په دې وروستیو کې په ځان وژونکو حملو کې د کندهار او کندز د امنیې قومندانان او په کونړ کې قومي مشران په نښه شول او ووژل شول.

په کابل کې د ناټو ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټس خبریالانو ته وویل، په دې وروستیو کې د وسلوالو مخالفینو شپیته فیصده حملې په قومي مشرانو، دولتي چارواکو او ملکي کسانو شوي دي:

(۶۰ فیصده هغه کسان چې سږ کال په افغانستان کې د وسلوالو مخالفینو له خوا وژل شوي دي، افغان حکومتي چارواکي، قومي مشران او غیر نظامیان دي. د مخالفینو یوازې څلویښت فیصده حملې په ایساف او افغان ځواکونو متمرکزې دي.

موږ په تیرو څو ورځو کې هم د یو شمېر قومي مشرانو، د امنیي قومندانانو او نورو کسانو د وژنې شاهدان و او د مخالفینو شپيته فیصده حملې په همداسې خلکو شوي دي.)

بل خوا د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې وسلوالو مخالفینو په پوځي مرکزونو هم حملې ډيرې کړي دي.

زیاتره دغه حملې د ملي اردو او پولیسو له یونیفورم نه په ګټې اخیستنې سره شوي دي، چې د دغو ځواکونو په لیکو کې یې د وسلوالو مخالفینو د نفوذ په اړه هم اندیښنې راپورته کړي.

دغو حملو ته په کتو سره د افغانستان د ملي امنیت چارواکو هم تایید کړې، چې وسلوالو مخالفینو په امنیتي ځواکونو کې نفوذ کړی خو دوي یې د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي.

د تیرې شنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې د ګمبیري په دښته کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د ګارنیزیون په قومندانۍ همداسې یوه کس حمله وکړه او یو شمېر افغان او بهرنیو عسکرو ته یې مرګ ژوبله واړوله،د ناټو ځواکونو ویاند وویل، دغه حمله هم د ملي اردو یوه عسکر کړې:

(هغه څه چې تر اوسه پورې یې په اړه پوهیږو دا دی، چې ځان وژونکی حمله کوونکی د ملي اردو یو سرتیري چې د رتبې په اړه یې معلومات نه لرو.

موږ د دې پېښې د څرنګوالي په اړه ګډ تحقیقات کوو، ډاډمن یو او موږ ته ویل شوي چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست ژمنه کړې چې په راتلونکې کې د دارنګه غم لړلو پېښو د مخنیوي لپاره به لا ډیرې هلې ځلې کوي.)

ښاغلي بلاټس ټینګار وکړ، چې د درانګه حملو د مخنیوي لپاره باید یو لړ اقدامات وشي او په عامو بازارونو کې د امنیتي ځواکونو د یونیفورم په خرڅلاو بندیز ولګول شي.

تر دې پخوا د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویلي و، چې د پولسو او ملي اردو په لیکو کې د وسلوالو مخالفینو د نفوذ د مخنيوي لپاره به یو لړ اقدامات وکړي، خو وروستیو پېښو وښودله چې تر اوسه پورې د دوي اقداماتو لازمه نتیجه نه ده ورکړې.
XS
SM
MD
LG