د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

پاکستان: ناامني خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور کړي


د ملګرو ملتونو په حواله ډیر ځان وژنکې تنکې ځوانان چی بمونه یې په ځان تړلی وی له همدې سیمو افغانستان ته اوړي.
د ملګرو ملتونو په حواله ډیر ځان وژنکې تنکې ځوانان چی بمونه یې په ځان تړلی وی له همدې سیمو افغانستان ته اوړي.

په پاکستان کې د بې امنیو له امله ډیر شمیر خلک دې ته مجبوریږي، چې خپل کورنه پریږدي. دوی یا شاو خوا نسبتا امنو سیمو او یا هم ګاونډي افغانستان ته اوړي.

کله چې د هاوان مرمۍ يې د ګاونډي په کور ولګیده او د دري تنو ژوند یې واخیست نو منیر خان په دې پوه شو، چې نوره یې په خپل کلې کې چې له ګاونډې افغانستان سره په سرحدي سیمه کې پروت دی ګذاره سخته شوه، نو بیا یې له خپل کلي پښې سپکې کړې.

په وروستیو څلورو کلونو کې په پاکستان کې د اسلام پالو وسله والو او پوځ تر منځ د نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه یو میلون تنه له بې ځایه شوي دي.

منیر خان د اپریل په پنځمه د هغو تازه نښتو سره سم خپل کور پریښود، چې د پوځ او مخالفو وسله والو تر منځ سرحدي سیمو ته نیژدي وشوې.

حکومت وايي، چې په پیښه کې یو سلو دوه څلویښت تنه د هوايي او مځکینو حملو په ترڅ کې ووژل شول. خو د دې ارقامو د ارزیابی لپاره هیڅ کومه لاره نشته څو دا معلومه شي چې په دې کسانو کې ملکیان هم شامل دی او که څنګه.

څلوردېرش کلن دنګر منیرخان چې د مرمر د تیږو کار وبار یې کاوه، د خپل کلي څخه دوه ساعته مزل کړی څو چې موټر یې موندلی او بیا د پیښور په لور روان شوی دی. هغه وايي، موږ فکر کاوه چې کیدای شي، ووژل شو نو ښه به دا وي چې د جګړې په سیمه کې د سفر خطر په سر واخلو.

منیر خان نه پوهیږي، چې د هاوان مرمۍ چا ویشتلې خو هم امنیتي ځواکونه او هم مخالف وسله والو دواړه له دې ډول وسلې کار اخلي.

د القاعده شبکې او د طالبانو د ډلو غړي د دوه زره لومړې میلادی کال راهیسی چې د متحد ایالاتو ځواکونو ورباندې حمله وکړه، له افغانستانه د پاکستان قبایلي سیمو لکه مهمند ایجنسې ته درومي. له هغه مهاله دوی د پاکستان د مخالفو وسلوالو له لیکو سره یو ځای شوی.

متحد ایالات غواړي چې پاکستان په دې سیمه کې بریالی وی ځکه د مخالفو وسله والو ستراتیژیک ځایونه په قبایلی سیمو کې دي چې له افغانستان سره په نیژدې سرحدي سیمو کې یې د لویدیځو عسکرو پرضد کاروي.

د ملګرو ملتونو په حواله ډیر ځان وژنکې تنکې ځوانان چی بمونه یې په ځان تړلی وی له همدې سیمو افغانستان ته اوړي.

د سپینې ماڼۍ ریپورت وايی دروان میلادې کال په پیل کې لږ تر لږه شپږ زره پاکستاني امنیتي ځواکونه چې هوايې ملاتړ یې هم کیده د مهمندو په سیمه کې دمخالفو وسله والو پرضد عملیات پیل کړل خو ندي توانیدلي چې دغه سیمه له وسله والو پاکه کړي.

په عراق او افغانستان کې د متحد ایالاتو د پوځ ستراتیژي دا ده چې دغه شان نا امنی سیمې له مخالفو وسله پاکې کړي ویې ساتي او بیا یې ورغوي. څو په دې توګه د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي.

خو په پاکستان کې بی امنیو ډیر خلک بی ځایه کړل.دا میاشت شاوخوا ۵۰۰۰ کورنۍ چې په اتکلی توګه یې د غړو شمیر څلویښت زرو ته رسیږي به مهمندو کې خپل کورنه پریښودل. ملګری ملتونه وايي ۵۰۰ کورنۍ د مهمندو په سیمه کې کمپ ته تللی.

د منیر خان په سیمه کې یواځې ښوونځی چې غنم شاه نومیده مخالفو وسله والو وران ویجاړ کړي. اوس منیر خان له خپلې کورنۍ او خپلو خپلوانو سره په دې تمه دی چې جګړه پای ته ورسیږي. منیر خان وايی نه غواړم چې د حکومت له خوا جوړو شویو کمپونو ته ولاړ شم. هغه وايي ژوند به هلته ډیر سخت وي.
XS
SM
MD
LG