د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۱۸

بریدګرله پوځي یونیفورمو نه په استفادې خپلو موخو ته ورسیدل


په وروستیو دریو ځان وژونکو حملو کې، چې په کې دوه امنیتي مشران او د ملي اردو مرکز په نښه شول، حمله کوونکو له پوځي یونیفورمونو څخه کار اخیستې وو.

په دا ډول ځان وژونکو حملو کی د پوځي یونیفورمونو کارولو په هېواد کې د امنیتي چارواکو او مشرانو د ترور په اړه ژورې اندیښنې پیدا کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمرې بشري که څه هم دا اندیښنې تاییدوي، خو وایي، چې دوي د وسله والو مخالفینو د دغه تکتیک د مخنیوي لپاره په ازاد بازار کې د پوځي یونیفورمونو په تولید او څرخلاو ځیني محدودیتونه په پام کې لري.

په ځان وژونکو حملو کې د پوځي یونیفورم کارول یوه اندیښنه ده، خو دا ډول حملو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ په اړه هم اندیښنې راولاړې کړي دي.

ښاغلي بشري که څه هم د اوس لپاره دا مسئله تایید نه کړه، خو ویي ویل، چې د وروستیو حملو په اړه د دوي څیړنې به دا موضوع روښانه کړي.

خو د ملي امنیت د لوی ریاست سرپرست رحمت اله نبیل د ولسي جرګې په غونډه کې دې ټکي ته اشاره کړې وه، چې وسله وال مخالفین د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د نفوذ کولو هڅه کوي:

(اوس مهال چې دښمن ډیره هڅه کوي، هغه د امنیتي ځواکونو په لیکو کې نفوذ کول دي، دوي غواړي چې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت لیکو ته ځانونه ورسوي.)

په ورته وخت کې د شوېو حملو په تعقیب د طالبانو د ویندویانو هم په خپلو تبصرو کې تل دې مسئلې ته اشاره کړې، چې دا حملې د دوي د هغو کسانو له خوا شوي، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یي نفوذ کړې.

دا، چې دا مسئله تر کومه حده جدي ده اوس یي په اړه څه ویل ګران بریښي، خو وروستیو حملو په عامو خلکو کې هم د امنیتي وضعې په اړه ژورې اندیښنې راټوکولو دي.

د کابل ښار یو اوسیدونکی ایمل احمدزی په ازاد بازار کې د پوځي یونیفورم څرخلاو ته په اشارې وایي، چې د کورنیو چارو وزارت باید د دې کار د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.

خو په کابل ښار کی د پوځي یونفورم یو پلورونکې احمد شباب وایي، دوي کله چې له چا څخه فرمایش اخلي، لومړی ورځنی د پولیسو د پیژندګلوي کارت،د ټیلیفون شمېره او د دندې ادرس اخلي او بیا ورته پوځي جامې جوړوي.

دې د کورنیو چارو وزارت له دې پلان سره مخالف دې، چې وایي په ښار کې د پوځي یونیفورمونو په خرڅلاو به محدودیت وضع کړي، ځکه د ده په وینا دا کار به دوي بې کاره کړي.

دا، چې د هېواد امنیتي ادارې به د وسله والو مخالفینو د دغه تکیتک د مخنیوي لپاره کومه موثره لاره خپله کړي دا به راتلونکې روښانه کړي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG