د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

شیرزاد:په ارزګان کې د بیارغونې په وړاندې هیڅ ستونزه نشته


محمد عمرشیرزاد د ارزګان والي
محمد عمرشیرزاد د ارزګان والي
په داسې حال کې چې د هېواد په جنوبي ولایتونو کې د پراختیایي پروګرامونو د پلي کولو لپاره نا امنۍ یوازینې ګواښ بلل کیږي، خو د اروزګان والي ډاډ څرګندوي چې په دغه ولایت کې امنیتي وضعه ښه شوې ده.

محمد عمرشیرزاد د یکشنبې په ورځ په کابل کې د دغه ولایت د سږني پراختیایي پروګرامونو لپاره جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د پلان شوو پروژو د څارنې لپاره یې یوه کمېټه هم جوړه کړې.

ښاغلي شیرزاد کورنیو او بهرنیو مرسته کوونکو ته خبرداری ورکړ، چې په دغه ولایت کې د بیارغوني او پراختیايي پروګرامونو په وړاندې هیڅ ډول ستونزې وجود نه لري:

(د جنوبي ولایتونو په پرتله په اروزګان ولایت کې امنیت د ډاډ وړ دی، هغه درې ولسوالۍ چې پخوا د مخالفینو په لاس کې وې اوس د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.

په ولایتي کچه د امنیت په برخه کې هیڅ ډول ستونزه نه لیدل کیږي امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې خپل فعالیت ولسوالیو او لیرو پرتو سیمو ته وغځوي.)

شیرزاد زیاتوي د دغو پلانونو د عملي کولو لپاره د نړېوالو مرسته اړینه ده او وایي چې ورسره به د دغه ولایت ډیرې ستونزې هواري شي.

نوموړي وایي، سږني پراختیایي پروګرامونه یې د لومړیتوبونو له مخې پلان کړي او د ولسوالیو په کچه یې پرې سلا مشورې کړي.

په دغې غونډه کې د کلیو او پراختیا وزیر هم ژمنه وکړه، چې د ارزوګان ولایت پراختیایي پروژو ته به جدي پاملرنه کوي او هغو ولسوالیو ته به خپل فعالیتونو غځوي چې پخوایې د ځینو ستونزو له کبله له پامه لویدلې وې، جارالله منصوري د خپلو خبرو په دوام وویل:

(د اروزګان والي، ولایتي شورا او ټول درانه اوسیدونکي د کلیو او پراختیا وزارت له کارونو څخه تر دې دمه خوښ دي، خو کوم کارونه مو چې کړي بس نه دي باید اروزګان ولایت کې لا زیاتې پروژې پلې شي د کارموندلو زمینه برابره شي او بېلابېل پراختیایي پروګرامونه ترسره شي.)

ښاغلي منصوري زیاته کړه، د روان کال په پراختیایي بودیجه کې یې خاص اروزګان ته یو میلیون ډالره ځانګړي کړي دي.

په غونډه کې د خصوصي سکتور ولایتي سلاکار صدیق الله خالقي هم ژمنه وکړه، چې په دغه ولایت کې به هرې برخې ته پاملرنه کوي او ځانګړي پروګرامونه به په کې پیل کړي.

له دې وړاندې د اروزګان ډیر اوسیدونکو ازادۍ راډیو او نورو رسنیو ته شکایت کوو چې په دغه ولایت کې د بیا رغونې کارونه نه ترسره کیږي، خو د اروزګان والي سره له دې چې پخوانۍ ستونزې تاییدوي وایي چې سږنۍ پروژې به یې ټولې پلې شي.

راپور :اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG