د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۳۲

امریکا او پاکستان راپورته شوي اختلافات یوې خواته کوي


اوباما او زرداري
کله چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ته له اسلام اباد سره د واشنګتن شراکت په میراث ورسېد، له پاکستان سره یې مالي مرستو ته په دې هیله دوام ورکړ، چې ګوندې غښتلې اړیکي به په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسیدو سره مرسته وکړي او هم دې هېواد ته د زیاتو منابعو په ورکولو سره به وکولای شي چې خپلې اټومي وسلې د سخت دریځو لاسونو ته له پریوتو وساتي، خو واشنګټن د دغو میلیارډونو ډالرو مرستې په بدل کې ډیرلږ څه ترلاسه کړي.

له افغانستان سره پولې ته نژدې د پاکستان په قبایلی سیمو کې د سخت دریځو د ځالو په له منځه وړلو کې ډير لږ پرمختګ حاصل شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي هم ان تر دې حده خراب شوي چې روانه میاشت، پاکستان د امریکا د سی ای ای د بی پیلوټه الوتکو د حملو د کمولو ګواښ وکړ او له واشنګټنه یې وغوښتل چې په دې هېواد کې د استخباراتو د مامورینو د فعالیت په اړه وضاحت ورکړي.

د اسوشتید پرېس خبري اژانس د راپور له مخې په پاکستان کې د امریکا د ګټو اساسي محور چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې تروریستي حملو وروسته یې رنګ اخیستی، د امنیتي موضوعاتو پر لوړو اهدافو او د دواړو هېوادونو د استخباراتو د ادارو سی ای اې اوای اس ای پر اړیکو څرخي.

واشنګټن په دې هیله پاکستان ته زیاتې مرستې ورکوي، چې د هغو کسانو په شمول چې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوی، په دې هېواد کې د اسلامي سخت دریځو د ځپلو ترڅنګ د دې هېواد پراخه همکاري خپله کړي.

خو په پاکستان کې ورځ تربلې په دې هېواد کې د امریکا په تیره بیا د هغې وروستۍ ډیپلوماتیکې لانجی وروسته چې د سی ای اې د یوه قراردي د دوسیې پرسرراپورته شوی وه، د فعالیت د محدودولولپاره غوښتنې مخ په زیاتیدو دي. دغه قراردادي په تیرې جنوری میاشت کې دوه پاکستانیان په ډزو وژلي و.

پاکستان دغه راز له امریکا سره خپل شراکت ته له عملي اړخه هم ګوری، په دې مانا په دې کار سره غواړي له خپل سیال هند سره سولې ته دوام ورکړي او هم له خپل ځپل شوي اقتصاد سره مرسته وکړي.

کریستین فیر چې د جورج واشنګټن د پوهنتون د سولې او ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکزکې استاده ده او د پاکستان پوځي او استخباراتي چارې له نژدې څاري، وایي، د اړیکو د خرابیدو په صورت کې دواړه لوري زیانونه ویني دا ځکه چې دواړه د یوبل همکاري ته اړتیالري.

دا وایي، پاکستان زموږ پیسو او وسلو ته اړ دی څو له هند سره له سیالي پاتې نشي او هم په پورونو ولاړد خپل هیواد اقتصاد له ثبات سره مرسته وکړي.
میرمن فیر زیاته کړه، موږ پاکستان ته په دې خاطراړتیا لرو چې د دې هیواد له اټومي وسلو، له سخت دریځو او د دغو دواړو ترمنځ د اړیکوله رامنځته کیدو ویره لرو،د اژانس په وینا دواړو هیواونو هم خپل اختلافات پټ ندي ساتلي.

د پاکستان حکومت چی د بې پیلوټه الوتکو د حملو د زیاتوالي له امله ډير تر فشار لاندی دی، تور لګوي چې دغو حملو د اسلامي سخت دریځو په وړاندې جګړه کې د حکومت دریځ کمزوری کړی، دا په داسې حال کې ده چی له تیرو پنځو کلونو راهیسې، په قبایلو سیمو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې چې نژدې درې زره سرتیري وژل شوي، د القاعده لسګونه مشکوک غړي او د دې ډلې مرستندویان نیول شوي دي.

واشنګټن اسلام اباد تورنوي چې د طالبانو ملاتړې ډلې اونور جهادي ګروپونه چې یو شمېر یې له القاعده سره اړیکي هم لري، تر اوسه په پاکستان کې امن ځایونه لري او ورځ تربلې پیاوړي کیږي.

اوباما هم له پاکستان سره خپله پالیسي عیار کړی، هغه د امریکا هغه پروتوکول لغو کړی چې تقریبا د امریکا ټولې اړیکې د دې هېواد پرپوځ څرخیدې او پرځای یې یونوی مالي پروګرام تصویب کړی چې هدف یې د پاکستان د ملکي سیاسي سیستم پیاوړی کول دي څو په دې توګه په هیواد کې دننه د سخت دریځو په وړاندې د مبارزې هڅې غښتلي شي.

خو د اسوشتید پرس په وینا په پاکستان کې به داسې ورځ نه وي چې په ورځپاڼو کې په دې اړه چې مغرورې امریکا ته په پاکستان کې د قتلونو او له هغو د معافیت اجازه ورکړل شوې قهرنه څرګندیږي. دوی دغه راز وایي چې پاکستان په افغانستان کې د امریکا او ناتو د ناکامو هڅو قرباني شوی دی.

د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د خړ پړ شویو اړیکو سره سره امریکایي چارواکي وایي چې له پاکستان سره د امریکا ستراتیژیک شراکت د دواړو هیوادونو په ګټه دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی مارک ګروسمن روانه اونۍ کانګرس ته وویل چې د اوباما اداره له پاکستان سره د شراکت رامنځته کولو او ساتلو ته متعهده ده.

هغه وویل ډیر ځلې په پوځي، د فاعي او د مرستې د چارو په برخه کې اختلافات موجود وچې د ده په نظر موږ ته پکار ده چې د دغو اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره په ګډه کاروکړو.

د امریکا د استازو د جرګې د تدارکاتو د کمیټې مخکښې ډموکراتې غړې نیتا لووی وویل، د امریکا د ملي امنیت ګټو ته پام سره موږباید له پاکستان سره کارته دوام ورکړو. دا هیواد زموږ مهم متحد دی.
XS
SM
MD
LG