د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

ولې افغان او ناټو ځواکونه د بریدونو مخه نه شي نیولی؟


په افغانستان کې په تیرو پنځو ورځو کې د ځان وژنې نهه بریدونه شوې، چې ټولو کې یي مرګ ژوبله اړولې.

یوازې په وروستیو دوو ورځو کې وسلوالو طالبانو په دوو مهمو پوځي مرکزونو کې دننه ځان وژونکې حملې وکړې، چې درنه مرګ ژوبله يې واړوله .

دوي د جمعې په ورځ وتوانیدل چې د کندهار د امنیې قومندانۍ د ننه ځان وژونکي برید وکړي او د دې ولایت د امنیې قومندان خان محمد مجاهد یې د دوو تنو نورو سره وواژه.

همدارنګه يې د د شنبې په ورځ د لغمان ولایت په یو پوځي مرکز کې یو ځان وژونکي ځان والوزوو چې پنځه بهرني ا و څلور افغان سرتیري يې ووژل.

د امنیتي چارو کارپوهان وايي، له دې څرګندیږي چې طالبان پرته له دې چې له ناټو او افغان ځواکونو سره په سختو مخامخ جکړو کې ښکیل شي دا توان لري چې افغان او ناټو ځواکونو ته د داسې چاودنو له کبله درانه تلفات واړوي او دا ډول بریدونو ته يې زور ورکړی .

دا په داسې حال کې ده، چې درې میاشتې وروسته نړېوال ځواکونه افغان امنیتي ځواکونو ته د دې هېواد د اوو نسبتا ارامو سیمو امنیتي چارې ورسپاري .

د فرانسې خبري اژانس د افغان امنیتي کارپوه جنرال هلالالدین هلال له خولې وايي:

(( طالبان د مخامخ جګړې توان نه لري، نوله همدې کبله دوي ځان وژونکو بریدونو ته زور ورکړی څو خلکو، افغان حکومت او متحدینو ته يي وښيي چې دوي پوره ځواک لري او کولای شي چې د دوي مهم خلک او مهم ځایونه په نښه کړي .))

په کابل کې د ناټو یو ویاند جان ډورین د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د طالبانو له خوا مشخص بریدونه یوه له هغو لارو څخه ده چې دوي غواړي له لاسه وتلي سیمې بیرته ونیسي، په ځانګړې توګه د افغانستان په جنوب کې، ښاغلی ډورین وايي:

(( په ۲۰۱۰ کال کې مخالفو وسلوالو ډیرې سیمې له لاسه ورکړي د کومو د بیرته ترلاسه کولو لپاره چې دوي هلې ځلې کوي او د دې لپاره له دوي سره یوه لاره هم همدا ترورونه دي .))

خو ولې افغان او ناټو ځواکونه د دا ډول بریدونو مخه نه شي نیولی؟

فقیر محمد فقیر چې یو مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزیر و ازادۍ راډيو ته وايي د ځان وژونکیو مخه نیول ګران کار دی، خو که امنیتي ځواکونه په خپلو کې په یوه ښه همغږې کې کار وکړي او ځینې ستونزې او اختلافونه چې اوس د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې شته هوار شي، تر یو حده کمیدلی شي.

په افغانستان کې هر کال د هوا په تودېدو سره وسلوالو طالبان خپلو بریدونو ته زور ورکوي .

د ناټو چارواکي وايي، تیر کال یي د وسلوالو طالبانو پر ضد په ډیرو سیمو کې پرمختګونه کړي او دوي یې له ځینو سیمو په شا کړي دي، خو ښاغلی فقیر او نور کارپوهان وايي دا پرمختګونه یوازې په جنوب کې شوي او په ختیځ کې د پرمختګونو پر ځای ناټو ځینې سیمې طالبانو ته ور پريښي دي .

دوي د بیلګې په توګه د نورستان یادونه کوي چې نړېوال ځواکونه ترې په شا شوي او وسلوالو اوس دغلته ډیرې سیمې له افغان ځواکونو نیولي .

دوي سپارښتنه کوي، چې که ناټو غواړي دا ډول بریدونه کم شي نو پکار ده چې د افغانستان په ختیځ کې هم د وسلوالو پر ضد اقدامات وکړي او د هغوي هغه خوندي ځایونه چې اوس یې لري له منځه یوسي .
XS
SM
MD
LG