د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

عراق:م.م د اشرف پر کمپ د برید په اړه د څیړنوغوښتنه کړې


د عراق لپاره د ملګرو ملتونو دفتر د عراق په خاوره کې د اشرف پر کمپ د برید په اړه د بیړنیو او بې طرفو څیړنو غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو له عراق څخه غوښتي، چې ډیر زر دې د ایران د حکومت د مخالفینو پر کمپ د شوې هغه برید په اړه څیړنې وکړي چې لږ تر لږه ۳۴ کسان په کې ووژل شول .

تر دې مخکې ملګرو ملتونو په دې اړه خپله ژوره انديښنه ښودلې وه، د عراق لپاره د ملګرو ملتونو دفتر همدارنګه ویلي چې د عراق له حکومت سره به مرسته وکړي څو د اشرف د کمپ ستونزې ته چې د ایران د خلق د مجاهدینو د سازمان تقرییا دري نیم زره تبعید شوي غړي په کې میشت دي یو دایمي هواری ومومي .

د ملګرو ملتونو په خبر پاڼه کې راغلي د عراق لپاره د ملګرو ملتونو دفتر په دې اړه خپله ژوره خواشيني ښودلې ده او له عراقي حکومت څخه يې غوښتي چې د زور له کارولو دې ډه ډه وکړي .

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو دفتر په دې برخه کې د څیړنو لپاره د عراق د حکومت له خوا د یوې کمېټې د جوړېدو یادونه کړې او هیله یې ښودلې چې دا کمېټه به بې طرفه او ازاده وي او ډیر ژر به په دې برخه کې خپلې څیړنې پیل کړي .

د ملګرو ملتونو تر دې اعلامیې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر نوي پیلی هم په عراق کې د اشرف پر کمپ د اپریل پر اومه او اتمه نېټه د شوېو بریدونو په اړه د خپلواکو څیړنو غوښتنه کړې وه .

ویل کېږي، چې د عراق امینتي ځواکونو هغه مهال پر دې کمپ یرغل وکړ چې د ایران د حکومت د مخالفینو او عراقي چارواکو ترمنځ تاوتریخوالی اوج ته رسیدلی و.

د عراق د حکومت ویاند علي دباغ په دې پېښه کې د عراق د پوځ دخالت رد کړی او ویلي یې دي عراق به خپله ددې پېښې په اړه څېړنې وکړي .

د عراق حکومت پر کمپ له دې بریده وروسته وویل چې د ایران د خلق د مجاهدینو د سازمان غړي باید ددې کال تر پایه له عراق څخه ووځي .

د ایران د خلق د مجاهدینو دا چپي سازمان په ۱۹۶۵ کال کې رامنځ ته شوی . په لومړي سر کې د ایران د پخواني پاچا مخالف و او کله چې په ایران کې اسلامي انقلاب وشو له هغې را وروسته يې د ایران د اخندانو خلاف وسلې راخیستې دي.

دا ډله د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا د تروریستي ډلو په تورلیست کې هم شامله ده .

په ۲۰۰۳ کال کې چې امریکا پر عراق برید وکړ د اشرف کمپ بې وسلې شو خو له هغې را ورسته چې امریکايي ځواکونو امنیتي چارې بیرته عراقي ځواکونو ته وسپارلې اوس یوار بیا د اشرف کمپ د عراق د حکومت لپاره په لویه ستونزه بدل شوی دی .
XS
SM
MD
LG