د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

مشرانو جرګه:د امریکا د ستراتیژیکو اړيکو په اړه باید لویه جرګه جوړه شي


د افغانستان مشرانو جرګې د امریکا له متحده ایالاتو سره د اوږد مهالو تراتیژیکو همکارېو په اړه د لویې جرګې له جوړېدو نه ملاتړ څرګند کړ، خو په حکومت یې ټینګار وکړ چې د دې جرګې په چارو کې دې له ملي شورا سره مشوره وکړي او د اجنډا په اړه دې معلومات ورکړي.

د دې جرګې د جوړېدو اعلان څو ورځې مخکې ولسمشر حامد کرزي وکړ چې ټاکل شوې په راتلونکو دوو دریو میاشتو کې دایره شي.

د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې سناتورانو د دې جرګې د څرنګوالي او موثریت په اړه بېلابېل نظرونه ورکړل، خو په پای کې یې په ځینو شرایطو له جوړېدو ملاتړ څرګند کړ.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د دې جرګې پریکړه داسې اعلان کړه:

(په ټولیزه توګه ددې جرګې په جوړېدو کې زموږ او ستاسې د سنا مجلس ټول موافق ده، خو د خلکو په ټاکلو کې یو څه شرطونه لرو چې هغه باید له لیرې پرتو سیمو څخه د خویندو او ورونو نظرونه شرط دي.

اجنډا باید معلومه وي د ملي شورا دواړو مجلسونو ته.)

که څه هم مشرانو جرګې د لویې جرګې له جوړېدو ملاتړ څرګند کړ، خو ځینې داسې سناتوران هم ول چې د دې جرګې د جوړېدو مخالف و.

دوي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي اډو د جوړېدو له پلان سره چې ویل کېږې په لویې جرګې کې به پرې بحث وشي، مخالفت څرګند کړ، یوه سناتور عبدالحنان حق ویون په دې اړه وویل:

(که ریښتیني نماینده ګان دلته راوغښتل شي هیڅ یو افغان به دلته امریکايي ته اډه ورنکړي او دولت ته دا لازمه وه چې مخکې له مخکې يي امریکا ته دا ځواب ورکړی وای چې موږ دلته هډې نه درکوو او نه د لويي جرګې د را غوښتلو ضرورت شته د یوې موضع لپاره دومره لویه جرګې راغوښتل چې ان خلک پرې اعتماد هم نه لري خو ماته دا یوه جوړه شوی طرحه ماته ښکاري.)

خو جمهور رئیس حامد کرزي ویلي، چې د امریکا له متحده ایالاتو سره به د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکارېو سند د هېواد د ملي ګټو په اساس او د لویې جرګې د پریکړې له مخې لاسلیک کیږي.

د دې سند د جزیاتو په اړه چې د څو میاشتو راهیسې پرې افغان او امریکايي چارواکو خبرې کړي دي او ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې بشپړ شي، تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.

پخوا تردې داسې راپورونه خپاره شول، چې په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي اډو جوړېدل هم د دې سند مهمه برخه ده، خو وروسته امریکايي چارواکو بیا د پوځي اډو جوړول رد کړل، خو ویې ویل، چې امریکا به په افغانستان کې اوږد مهالي پوځي حضور ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG