د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

د فرانسې د دفاع وزير به کابل ته راشي


ټاکل شوې ده د فرانسې د دفاع وزير به د څو ورځو په مخه افغانستان ته سفر وکړي.

د فرانسې د دفاع وزارت وايي، جيرارد لونګويت پر دې مقام تر ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته خپل لومړنى سفر نن پيلوي.

نوموړى به نن کابل ته ځي، خو د دفاع وزارت په امنيتي ملحوظاتو په دې باب نور معلومات نه دي ورکړي.

وروسته له دې چې په فبرورۍ مياشت کې ښاغلي لونګويت د فرانسې د دفاع وزير وټاکل شو، دا يې افغانستان ته لومړنى سفر دى.

له هغې راهيسې چې فرانسې افغانستان ته عسکر لېږلي تر اوسه يې ٥٥ عسکر په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG