د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۱۹

رحماني:له پاکستان سره مو د ۲۹ طالب مشرانو د خوشې کېدو خبرې کړي


د سولې عالي شورا غړى او په دې شورا کې د بنديانو د کميسيون مشر مولوي ارسلا رحماني وايي له پاکستان سره يې د طالبانو د ٢٩ مشرانو د خوشې کېدو لپاره خبرې کړي، چې په دغو بنديانو کې د دوي مهم کسان شامل دي چې يا د طالبانو په واکمنۍ کې د کابينې غړي وو او يا هم نور مهم چارواکي، په دې اړه مولوي ارسلا رحماني ازادۍ راډيو ته داسې وویل:

( له بهرنيو چارواکو سره يې پر دې مسئله خبرې پيل کړي، چې له ګوانتنامو څخه هم د طالب بنديانو د ازادۍ لپاره ځينې اقدامات وشي. )

رحماني زیاته کړه، د دغو کسانو د ازادۍ لپاره يې ځکه هڅې پيل کړي، چې له دوي څخه يې مثبتې اشارې ترلاسه کړې او وسلوال طالبان هم د خپلو بنديانو ازادۍ ته زيات لېوال دي.

ارسلا وايي، نړېواله ټولنه د سولې عالي شورا تر شا ولاړه ده او اعتماد يې ورباندې کړى دى.

د سولې عالي شورا څه کم اويا غړي لري چې اته يې ښځې دي. دغې شورا د تېرې پنجشنبې په ورځ اعلان کړه، چې په سعودي عربستان کې يوه غونډه جوړوي، چې له بېلابېلو هېوادونو څخه ورته ديني عالمان او سياستوال راځي او له وسلوالو مخالفانو سره د روغې جوړې پر مسئلې په کې بحث کېږي.

هاخوا ترکي رسنیو د دې هواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د طالبانو لپاره په ترکیه کې د سیاسي نمایندګۍ د پرانیستو پر طرحې اوس مهال د دې هېواد په حکومت کې خبرې روانې دي او ښايي دغه دفتر په استانبول کې پرانيستل شي.
XS
SM
MD
LG