د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

ګېلاني:له افغانستان سره د سولې او پرمختګ نوى باب پرانيزو


د پاکستان له صدراعظم سيديوسف رضا ګېلاني سره د دې هېواد لوى درستيز جنرال اشفاق کياني او د اى، ايس، اى د ادارې مشر جنرال احمد شجاع پاشا ملګري وو.

له ولسمشر حامد کرزي سره په يوه ګډ کنفرانس کې ښاغلي ګېلاني وويل، چې د سولې لپاره د دې نوي کميسيون جوړېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو يو نوى باب پرانيزي:

”موږ به انشا الله په سيمه کې د پرمختګ، برياليتوب، ثبات او امن دغه نوى فصل په ګډه وليکو.“

د پاکستان او افغانستان د سولې ګډ کميسيون چې پخوا يې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو مشري کوله، اوس يې د پاکستان په وړانديز په جوړښت کې تغييرات راځي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني وویل چې دی او د افغانستان د سولې د عالي شورا رييس برهان الدین رباني به د لومړي ځل لپاره د دواړو هیوادونو د پوځونو د لوی درستیزانو او د استخباراتي ادارو د مشرانو په ګډون د خبرو اترو مشري وکړي.

ښاغلي کرزي وويل چې افغانستان د سولې د بهير د چټکتيا په خاطر د ګاونډ پاکستان پر ټولو پېشنهادونو غور کوي:

”هغه اقدامات چې پاکستان يې د سولې د پروسې د ګړندۍ کېدو او عملي کولو لپاره پېشنهادونه کړي، افغانستان ورباندې مثبت غور کوي“

د پاکستان صدراعظم وويل، افغانستان د پاکستان په بهرني سياست کې خاص ځاى لري او د افغانستان سوله، د پاکستان د خلکو امن او سولې ته مهمه ده.

افغان چارواکو په وار- وار په خپلو څرګندو يا خصوصي خبرو کې پاکستان او په ځانګړي ډول د دې هېواد پوځي او استخباراتي ادارې د افغانستان د سولې په وړاندې خنډونه بللي دي.

له طالبانو سره د سولې هڅې په دې وروستيو کې زياتې شوي. که څه هم په راوروسته کلونو کې تر دوه زره زياتو وسلوالو طالبانو خپلې وسلې پر ځمکه ايښي او د سولې له بهير سره ملګري شوي، خو تر اوسه د طالبانو کوم ډېر پېژندل شوى کس سولې ته نه دى حاضر شوى.

کابل ته د پاکستان د صدراعظم او هيئت تر سفر څو ساعته مخکې په لغمان کې په يوه پوځي اډه کې ځان وژونکى بريد وشو، چې په نتيجه کې پنځه بهرني او څلور افغان عسکر ووژل شول.
XS
SM
MD
LG