د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

ځان مرګي بریدګر په ختیځ کې ٩ بهرني او کورني سرتیري ووژل


په افغانستان کې پر دېره بهرنيو ځواکونو شوى بريد، په تېرو څو مياشتو کې ډېر خونړى بلل شوى. يوه ځان وژونکي چې پوځي درېشي يې په تن وه، په چاودنه کې نهه عسکر ووژل.

پرون سهار جلال اباد ښار ته نژدې د افغان او بهرنيو ځواکونو په يوه پوځي اډه کې په شوي بريد کې د ناټو پنځه او څلور افغان عسکر ووژل شول.

په پېښه کې څلور افغان عسکر او څلور ترجمانان ټپيان شول. ناټو تر اوسه د وژل شويو بهرنيو عسکرو هويت نه دى څرګند کړى.

د جلال اباد په عمومي روغتون کې د باز محمد په نامه يوه ډاکټر وويل، په وژل شويو کې څلور تنه افغان عسکر دي:

(وسلوالو طالبانو د بريد مسووليت ومانه، دغه ډله وايي چې بريد کوونکى يوه مياشت مخکې د کورنيو عسکرو ليکو ته ننوتلى و. طالب وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته په يوه ايميل کې ليکلي:

”په دغه مرکز کې د بهرنيو او کورنيو عسکرو د افسرانو غونډه روانه وه، بريد کوونکي له ښه فرصت څخه په استفادې خپل بريد ترسره کړ.“

خو افغان چارواکي وايي، بريد کوونکي د ملي پوځ جعلي درېشي کړې وه، د امنيتي ځواکونو يونيفورم يا درېشي په ځينو مارکېټونو کې په اسانه پيدا کېږي، که څه هم خرڅلاو يې منع دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ د کندهار امنيه قوماندان خان محمد مجاهد په امنيه قوماندانۍ کې د يوه ځان وژونکي په بريد کې، چې د پوليسو د افسر درېشي يې کړې وه، ووژل شو.

ورته پېښې نورې هم شوې دي. د دې مياشتې په پيل کې هم يو تن چې د افغان سرحدي پوليسو درېشي يې اغوستې وه، په فارياب ولايت کې دوه امريکايي پوځيان، چې د افغان ځواکونو په روزنه بوخت وو، په ډزو ووژل. په تېر نومبر مياشت کې هم يوه سرحدي پوليس په ننګرهار کې په ډزو شپږ امريکايي عسکر ووژل.
XS
SM
MD
LG