د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

کونړ: د خیبر پښتونخوا سلګونو کډوالو ته مرستې ورکړای شوی


Afghanistan – afghan red cross distributed Aid to Khaibar Pakhtukhwa refuge in Kunar province of Afghanistan on 16 April 2011
Afghanistan – afghan red cross distributed Aid to Khaibar Pakhtukhwa refuge in Kunar province of Afghanistan on 16 April 2011
په کونړکې دافغانې سرې مياشتې ټولنې د کوزې پښتونخوا د سوات او دير څخه په راغليو پاکستانيو کډوالو يوه اندازه خوراکې او غير خوراکي مواد وويشل.

د تيرو نزدې دريو کالو څخه په کوزه پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ او سيميزو وسلوالو طالبانو ترمنځ د جګړو له کبله کونړ ته له سوات، دير، باجوړ او مومندو سيمو څخه په سلګونو کورنۍ راغلي دي.

له دغو کډوالو سره وخت ناوخت ورسره د افغان دولت او مرستندويه ټولنو له خوا يوه اندازه مرستې شوې دي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې د شنبې په ورځ هم د سوات او دير په ٧٢ کورنيو خوراکي او غير خوراکې توکي وويشل.

په کونړ کې د افغاني سري مياشتې رييس محمد نادر جبارخيل ازادي راډيو ته وويل، چې په موادوکې، لوبیا، بوره، وريجي، کمپلي، صابون، د پخلنځي سامان او نورشيان شامل دي.

هغه وويل، همداراز يې په کونړ کې هغو کورنيو ته چې په دې وروستو کې د نړيوالو ځواکونو او ياهم د طالبانو په بريدونو کې زيانمن شوي د مرستو د ويش لړۍ پيل کړې ده.

جبارخيل وايي، دوی سره ياده مرسته د نړيوال سره صليپ له خوا شوي چې د ټولو ارزښت شپږ مليونه کيږي.

دوه تنه چې د سوات اوسيدونکي دي د ترلاسه کړي مرستي په اړه يې ازادي راډيو ته وويل، دوی د افغانانو او له افغان دولت څخه خوښ دي، چې په ډيرو سختو حالاتو کې يې د پاکستانيو ګډوالو لاسنيوى کړى دى.

له سوات څخه راغلي کډوال وايي، ځکه ديخوا راغلي، چې هلته به هره ورځ جنګ و، کورونه يې وران شول، يوشمير خپلوان يې ووژل شول نو دوی اړشول چې خپل کورونه پريږدي او کونړ ته راشي.

د يادونې وړده، چې په کوزه پښتونخوا کې د امنيتي حالاتو خرابيدو له کبله کونړ ته په سلګونو کورنۍ راغلي، چې نن سبا د کونړ په بيلابيلو ولسواليو کې ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG