د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

ناټو د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته کوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول
د ناټو د پریکړو په ارتباط د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول ازادي راډیو ته وویل، چې د ناټو ټولو غړیو هیوادو موافقه وکړه چې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د افغانستان امنیتي چارې وسپارل شي:

"د ناټو او ایساف ټولو غړیو دا تایید کړه چې د امنیت د انتقال بهیر باید مخته ولاړ شي، ژمنه وشوه، چې زموږ امنیتي ځواکونه که هغه پولیس دي یا پوځیان، سم ورزول شي، شمیر یې زیات شي او هغه امکانات چې یوې مدرنې اردو ته په کار دي افغان ځواکونو ته هم ورکړل شي.

دوهمه مساله د سولې مساله ده په دې اړه وویل شول چې د سولې د جرګې له پریکړې سره سم به دا کار پرمخ ولاړ شي، نړیواله ټولنه به یې ملاتړ وکړي او مشري به یې په خپله افغانستان کوي.

زموږ د دې غوښتنې په اړه چې تر هغو د سولې بهیر په افغانستان کې نه شي بریالی کیدای چې په سیمه ییزه کچه همکاري نه وي، دا موضوع هم ټولو تایید کړه."

د ناټو د مشرانو په غونډه کې په لیزبن کې مخکې له افغانستان سره د ناټو د اړیکو په اړه پریکړه شوې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په وینا دغه مساله هم د برلین په غونډه کې یاده شوه او د ناټو د اته ویشت غړیو هیوادو د بهرنیو چارو وزیرانو پریکړه وکړه، چې د ناټو او افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو وروستی پړاو به راتلونکی میلادي کال د ناټو د مشرانو په غونډه کې بشپړ شي.

د دې ستراتیژیکو روابطو په اړه زلمي رسول وویل، چې دا اړیکي باید په افغانستان کې د سولې په راوستو کې مرستندویه وي:

"موږ باید خپلو ګاونډیو او سیمې ته ډاډ ورکړو دا اړیکي به د چا پر ضد نه وي او یوازې به په افغانستان کې د ثبات او ارامي لپاره وي."

په برلین کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د لیبیا مساله وڅیړل شوه، د ناټو او روسیې پر اړیکو خبرې وشوې او د ناټو او ګورجستان روابط هم وڅیړل شول.

د برلین په غونډه کې چې کله د افغانستان مساله یادیده نو د هغو هیوادو د بهرنیو چارو وزیرانو هم برخه په کې واخیسته چې د ایساف په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري.
XS
SM
MD
LG