د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

آیا افغان ځواکونه په رښتیاهم د امنیتي مسوولیت اخیستلو ته چمتو دي؟


 عام افغانان په دې باور دي، چې د ملي اردو په مشرتابه لیکو کې ډېر د خپل هېواد په پرتله سیمه ایزو قوماندانانو ته وفادار دي.
عام افغانان په دې باور دي، چې د ملي اردو په مشرتابه لیکو کې ډېر د خپل هېواد په پرتله سیمه ایزو قوماندانانو ته وفادار دي.

په داسې حال کې چې په راروانه جولای میاشت کې په افغانستان کې له نړیوال ائتلاف څخه افغانانو ته د مسوولیتونو د سپارل لړۍ پیلېږي ډېر شمېر کارپوهان پوښتنه کوي چې آیا افغان ځواکونه په رښتیاهم د دې مسوولیت اخیستلو ته چمتو دي کنه؟

د اپرېل په څلورمه نېټه په مزارشریف کې د ملګروملتونو پر دفتر د قهرجنو مظاهره چیانو برید وښوده چې افغان ځواکونه په یوازې ځان له امنیتي مسوولیتونو سره په مقابله کې څومره کمزوري دي.

مظاهره چیانو چې ظاهراً د امریکا په فلوریډا ایالت کې د یو افراطي مذهبي مشر له خوا د قرآنکریم د یوې نسخې د سوځولو پرضد د اعتراض لپاره راوتلي و، په مزارشریف کې چې د هېواد له ډېرو امن ښارونو څخه دی، د ملګروملتونو کورني او بهرني کارکوونکي ووژل.

مزارشریف د هېواد له اوو ښارونو څخه یو ښار دی چې په پام کې ده په راروانه جولای میاشت کې یې امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

څارونکي پوښتنه کوي، آیا افغان ځواکونه به په یوازې ځان د هېواد د امنیتي مسوولیتونو اخیستو ته چمتو وي؟ دوی وايي، په داسې حال کې چې د نړۍ ترټولو عصري جنګي ماشین له لسو کلو راهیسې له بېلابېلو لارو په هېواد کې د امنیت د ټینګولو هڅې کوي، دا کمزوری ځواک به څنګه وکولای شي چې دا کوډې شنډې کړي.

خو د لویدیځو رسنیو له اټکلونو سره سره دا ناممکنه هم نه ده چې افغان ځواکونه په هېواد کې امنیت ټینګ کړي ځکه په تېرو څو پېړیو کې د افغانستان لانجمن تاریخ ښودلې چې افغانان په خپل هېواد کې د امنیت د ټینګولو قابلیت لري.

افغانستان د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د آسیا له ډېرو امن هېوادونو څخه و او اوس هم د خپلو نړیوالو متحدانو په مرسته کولای شي، چې ثبات راولي.

د دې لپاره په کار ده چې له نړیوال ایتلاف څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو له وروستۍ غونډې مخکې د افغانستان او ناټو ترمینځ د ستراتیژیک شراکت یوه اوږدمهالې موافقه وشي.

د دې تړون له مخې ناټو باید څو اډې جوړې کړي، چې د افغان امنیتي ځواکونو د تیت او پرکېدو مخنیوی وکړي. د افغانستان ملي اردو هم باید د یوه باډسپلینه او مسلکي پوځ حیثیت غوره کړي، خو ملي اردو تراوسه هم داسې ده، چې د دیارلس سوه اویایمو کلونو د کورنیو جګړو د وخت په څېر تنظیمي تمایلات لري.

عام افغانان په دې باور دي، چې د ملي اردو په مشرتابه لیکو کې ډېر د خپل هېواد په پرتله سیمه ایزو قوماندانانو ته وفادار دي.

اوس مهال دا د امریکايي الوتکو د بمبارۍ وېره ده چې دوی یې یوموټی ساتلی خو په راتلونکي کې یوازې د ناټو دایمي اډې دا یقیني کولای شي چې د افغانستان د امنیتي قواوو سرتېري او جګړه مار قوماندانان له دې ډول تحرکاتو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان او ناټو ترمینځ د اوږدمهالی ستراتیژیک شراکت موافقه به د هېواد په کورنیو چارو کې د بد نیتو ګاونډیانو د لاسوهنو مخه هم ونیسي.

که څه هم ځینې کسان انتقاد کوي، چې ستراتیژیک تړون او د لویدیځ اډې ښايي د افغانستان ګاونډیان نورهم وپاروي خو باید په یاد وساتو چې په ۱۳۷۰مو کلونو کې هغه مهال چې لویدیځ افغانستان یوازې پرېښود، څه بدې پېښې وې چې پېښې نشوې.

همداراز لازمه ده، چې د افغان ځواکونو د روزنې کار ناڅاپه ګړندی شي او په عین حال کې د سیمه ایز پولیس ځواک باید ښه پیاوړی شي او د دې لپاره چې دا ځواک په وسله والو شوکمارو بدل نشي په کار ده چې له مالي پلوه ښه تمویل شي.

خو په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره له دې اقداماتو سره سره اصلي تمرکز باید پر سیاسي هڅو وي. په دې معنا چې افغانان باید له همدا اوسه د داسې یوه ځواکمن ولسمشر لټول پیل کړي چې د ټولو قومي او سیاسي ډلو لپاره د منلو وړ وي.

د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې د درغلیو هڅه او یا د دوستانو خپلوانو د تقرر کوشش به د انتقال د بهیر لپاره ناوړه عواقب ولري. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۴ کال کې د امنیتي مسوولیتونو سپارل او د ولسمشرۍ انتخابات دواړه په پام کې دي.
XS
SM
MD
LG