د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

ځان مرګي بریدګر د کندهار امنيه قومندان وواژه


د کندهار امنیه قومندان خان محمد مجاهد
د کندهار امنیه قومندان خان محمد مجاهد
ځان وژونکي چې د پوليسو يونفرم يې په تن وو شاوخوا دوه نيمې بجې د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمو سره د مبارزې د څانګي مخ ته يې پر امنيه قومندان حمله کړې.

د امنیې قومندانۍ د امنيت امر شيرشا يوسفزي ازادۍ راديو ته وويل، چې په پېښه کې د امنیې قومندان خان محمد مجاهد وژل شوی او دوه ساتونکي يې ټپیان دي.

"يو انتحاري چې د پوليسو جامې يې اغوستي وې، په قومندانۍ کې دننه يې پرقومندان صاحب حمله کړې او قومندان صاحب يې شهيد کړی او دوه ساتونکي يې زخميان دي."

خان محمد مجاهد چې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی و، پنځه مياشتې مخکې د کندهار د امنيه قومندان په توګه وټاکل شو.

پر نوموړي له دې مخکې هم درې ځله حمله هم شوې.

دا ځان وژوونکې حملې پر داسې مهال کيږي، چې له دې څخه يوه اوونۍ مخکې د پوليسو د جلب او جذب پر مرکز هم څلور ځان وژونکي حملې وشوې، چې يو شمېر پوليس په کې مړه او ټپیان شول.

د دې ځان وژونکې حملې مسووليت تراوسه چا په غاړه نه دی اخستی.

راپور: محمدصادق رښتينى - کندهار
XS
SM
MD
LG