د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

هیلري:د افغانستان په جګړې کې بریالیتوب له پوځي لارې ممکن نه دی


فارن پالیسې:

فارن پالیسې خپرونې په خپلې تازه ګڼه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو مساله څیړلې ده.

د دې لیکنې په پيل کې لولو، په افغانستان کې د سولې د راتګ پر اړتیا اوس مهال د نړۍ په بېلابېلو مرکزونو کې خبرې کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په وروستیو کې څرګنده کړه چې د افغانستان په جګړې کې بریالیتوب یوازې له پوځي لارې ممکن نه دی.

فارن پالیسي خپرونه بیا د انقرې د چارواکو خبره خپروي، چې په ترکېه کې د طالبانو لپاره د یوه سیاسي دفتر د پرانیستو په اړه ده.

خپرونه بیا لیکي، په کابل کې د حامد کرزي حکومت له فرصته ګټه اخلي او د سولې په باب پر خپلو هیلو ټینګار کوي.

فارن پالیسې خپرونه بیا وړاندې څرګندوي چې یوازینی غږ، چې د سولې له هڅو سره په اخره کې یوځای شو د بریتانیا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر ډیویډ میلیبنډ دی.

نوموړي وویل، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره دی د یوې پراخې حل لارې هڅې کوي او پر دې غور کوي چې متحد ایالات باید یوازې له طالبانو سره په دې اړه خبرې ونه کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیرغواړي چې ملګري ملتونه را وړاندې شي او له اسلامي هېوادو یو منځګړی انتخاب کړي څو د سولې د بهیر څارنه وکړي.

دغه هېواد ته د میلیبنډ په وینا باید دا واک ورکړل شي، چې د طالبانو په ګډون ټولو ډلو ټپلو ته بلنه ورکړي چې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

فارن پالیسې وړاندې لیکي، میلیبنډ ټینګار کوي چې ټولې هغې ډلې چې د طالبانو زیاتی یې د سر په سترګو لیدلی باید د سولې په خبرو کې د طالبانو له استازېو واوري.

فارن پالیسې د خپلې مقالې په وروستیو کې لیکي، دا ډیره مهمه ده چې سولې د خبرو واک یوازې د ولسمشر کرزي حکومت ته ورنه کړل شي، ځکه چې دغه حکومت پرته له دې چې څه امتیاز ترلاسه کړي طالبانو ته یې لکه وروڼه غیږه پرانیستې ده او دا مساله بیا د منلو ده چې ترکیه یا بل هېواد له طالبانو سره د دیپلوماتیکو اړیکو لارې ګودرې برابرې کړي.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې بیا د سولې برعکس مساله څیړلې ده، دغې امریکایۍ ورځپاڼې په افغانستان کې د شخړو پر زیاتیدو مقاله خپره کړې ده.

د مقالې په پیل کې لیکل شوې دي، چې په تیرې یوې لسیزې کې په افغانستان کې د بشري مرستو پر کارکوونکو بریدونه درې برابره زیات شوې دي او په یوه کال کې د بشري حقونو تر سلو ډیر کارکوونکي وژل شوې دي.

لاس انجلس ټایمز بیا لیکي، د ملګرو ملتو له رپوټ سره سم بشري مرستندویانو ته ډیر تلفات د نړۍ په هغو سیمو کې اوښتي دي چې هلته شخړې ډیرې دي لکه افغانستان، سودان او سومالیا.

له دوه زره پنځم میلادي کال راهیسې د بشري مرستو پر کارکوونکو په افغانستان کې یو نیم سل ځلې بریدونه شوې دي، په سودان او سومالیا کې دا شمېره سلو ته رسیږي.

لاس انجلس ټایمز بیا د ملګرو ملتو د یوه ویاند په وینا لیکي، چې خلک باید وساتل شي خو نورې هڅې هم د هغوي د خوندیتوب لپاره پکار دي لکه له سیمه ایزوه سره ښې اړیکي.
XS
SM
MD
LG