د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ غویی ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۲۸

قذافي ضد وسله وال:که ناټو مداخله ونه کړي نو قتل عام به وشي


په لیبیا کې د رژیم مخالفو وسله والو خبر داری ورکړی، چې که ناټو د معمر القذافي پر ځواکونو خپلې پوځې حملې زیاتې نه کړي نو د دې هېواد په مسراطه ښار کې به د قذافي وفاداره ځواکونه په قتل عام لاس پورې کړي.

په عین حال کې د ناټو تړون د بهرنیو چارو وزیران نن په برلین کې غونډه لري او په دې اړه خبرې کوي چې څنګه د لیبیا د لانجې د حل لپاره له سیاسي او پوځي لارو کار اخیستل کیدای شي .

د قذافي ضد وسله والو یوه ویاند، چې ځان یې عبدالسلام معرفي کړې دی،رویټرز اژانس ته ویلي:

( که چیرې ناټو قوي مداخله ونه کړي دلته قتل عام رامنځ ته کیدای شي.)

د مخالفینو دې ویاند زیاته کړې، چې د قذافي پلویانو د طرابلس پر لویه لاره چې جنوبې سیمې د ښار له مرکز څخه جلا کوي ډزو ته دوام ورکړی دی.

په عین حال کې د جرمني خبري اژانس رپوټ ورکوي، چې لږ تر لږه درویشت تنه په مسراطه کې د معمر القذافي د ځواکونو په ننیو حملو کې وژل شوي دي،د رپوټونو پر اساس په وژل شویو کې دری مصریان هم شامل دي .

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن په برلین کې را غونډ شوي دي او په لیبیا کې روان حالات یې د تمرکز یوه اساسي ټکی دی.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن ویلي چې د تړون غړي هیوادونه د لیبیا د خلکو د امنیت ټینګولو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک د عملي کولو لپاره هڅې کوي:

(موږ د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره خپلې ممکنې هڅې کوو، موږ په ډیر دقت او د امکان ترحد د خپلو عملیاتو د زیاتولو او ملکي خلکو ته د خطر د راکمولو هڅې کوو.)

د جرمني صدراعظمې انګیلا مرکل ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې سره یې په دې موافقه کړې، چې معمر القذافي باید بلاخره له واک څخه لري شي .

میرکل په برلین کې تر دې خبرو وروسته وویل:

(موږ په دې ټکي سره متحد یو، موږ به د پوځي امکاناتو پر کارولو د خبرو ترڅنګ د یوې سیاسي پروسې د عملي کولو پر څرنګوالي هم خبرې وکړو.)

جرمني وايي، چې پر لیبیا د ناټو په مشرۍ پوځي عملیاتو کې برخه نه لري او پر لیبیا یې د پروازونو د تحریم لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړې هم ځان ایستلی وو .

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن ویلي:

(موږ د یوه تغیر په حالت کې یو، دا هغه تغیر دی چې سوله، ثبات او پر مختګ ورسره ټینګیدلای شي .)
XS
SM
MD
LG