د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۵۲

۳ تنو د بېلاروس په چاودنه کې لاس درلود


د بیلاروس د امنیتي ادارې مشر وايي، چې دریو تنو د منسک په مټرو سټیشن کې د دوشنبې د ورځې په چاودنه کې په لاس درلودو اعتراف کړی دی .

په بیلاروس کې د چارواکو په وینا یو تن چې د شلو کلونو په شاوخوا کې عمر لري په بمی چاودنه کې د لاس درلودل منلي دي .

د منسک په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي وو او تر دوه سوه تنه زیات زخمیان شول .

د بیلاروس د کورنیو چارو وزیر اناتولي کولیشف ویلي، چې په دې ډله کې یوه عمده غړي په دوه زره اته کال کې په منسک کې په یوه کنسرت کې په بمي چاودنه کې او تر هغه درې کاله وړاندې په دوو نورو چاودنو کې چې د ویتبسک په ښار کې وشوې هم لاس درلود .

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا ویلي، چې دا چاودنه د ده د رژيم د مخالفانو کار دی او له دې امله په دې هېواد کې د سیاسي فعالینو د راغونډولو هڅې پيل شوی دي .

لوکاشینکا ویلي، چې له لوی څارنوال څخه یې غوښتنه کړې څو ډيموکراسۍ او د ده په وینا د بهرنیانو عذر او زاریو ته له پاملرنې پرته د مخالفینو له پلویانو څخه د دې حملې په اړه تحقیقات وکړي .

د پولند د جمهوري ریاست د مطبوعاتو دفتر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې ولسمشر په رسمي ډول په افغانستان کې د ناټو تر قوماندې لاندې د پولندي عسکرو د ماموریت موده تمدید کړې ده.

د پولند ۲۶۰۰ عسکر اوس مهال د ناټو تر قومانده لاندې په افغانستان کې خدمت کوي، پولندي عسکر زیات په غزني کې میشت دي .

په افغانستان کې له تروریزم سره په روانه جګړې تر اوسه لږترلږه ۲۵ پولنډي عسکر او یو ملکي ډاکټر وژل شوي دي .
XS
SM
MD
LG