د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

کوفي:باید په سیاسي او ټولنیز ډګر کې د ښځو ونډه ولیدل شي


 د ولسي جرګې د ښځو او د بشر د حقوقو د کمسیون مشرې فوزیه کو
د ولسي جرګې د ښځو او د بشر د حقوقو د کمسیون مشرې فوزیه کو
په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د شتو ستونزو د سیاسي حل هلې ځلې روانې دي، د افغان میرمنو د حقوقو مبارزینو هم په دغه بهیر کې د ښځو د حقوقو د خوندي کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

د ولسي جرګې یو شمېرښځینه غړو او د ښځو د حقوقو د دفاع ادارو استازو د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د سفیر او د هغې د میرمنې په ګډون له امریکایي ډیپلوماټانو سره ولیدل او له هغوې یي په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې د ښځو او د بشر د حقوقو د کمسیون مشرې فوزیه کوفي د دې لیدنې په څنډه کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې په هېواد کې د سولې او پخلاینې روانې هڅې باید د ښځو د حقوقو په بیه تمامې نه شي.

میرمن کوفي په دغه بهیر کې د افغان میرمنو د حقوقو د خوندي کولو لپاره خپلې غوښتنې داسې بیان کړې:

(د افغان دولت د همکار په توګه له امریکا څخه زموږ غوښتنه د تل په شان داده، چې له طالبانو سره د خبرو په بهیر کې د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې او بیا هغه لاس ته راوړنې، چې په سیاسي او ټولنیز ډګر کې د ښځو په برخه شوي نا دیده و نه نیولې شي.

بله دا، چې موږ هیله مند یو، چې دوي په جګه کچه سیاسي مشارکت او په ځانګړې ډول د سترې محکمې په عالي شورا کې د ښځو د حضور ملاتړ هم وکړي.)

په دې لیدنه کې د امریکا سفیر او میرمنې یي هغو پروګرامونو ته اشاره وکړه، چې په افغانستان کې د ښځو د فعالیتونو د پراخولو په برخه کې روان دي.

د امریکا سفیر کارل ایکن بیري وویل، چې امریکا د افغان میرمنو د حقوقو د خوندي کولو په برخه کې همکارېو ته ژمن دې.

په ورته وخت کې د امریکا د نړېوالې پراختیایي ادارې د جندر د څانګې سلاکارې میرمن میري فانټن بیا وویل، چې دوي لا د مخه داسې پروګرامونه ترلاس لاندې لري، چې په روانو سیاسي هلوځلو کې د ښځو د مشارکت زمینه برابروي،دې وړاندې خپلو ځینو پروګرامونو ته په اشارې وویل:

(موږ غواړو، چې د افغانستان په ښاري سیمو کې د سولې او پخلاینې په هڅو کې د میرمنو ونډه زیاته شي.

موږ په دې مسئلې هم کار کوو، چې د بېلابېلو برخو په مشرتابه کې د ښځو ونډه زیاته شي او دوي وکړای شي، د نارینه وو ترڅنګ د افغانستان د پرمختګ لپاره کار وکړي، دا په افغانستان کې د پرمختګ او د سولې او ثبات د ټینګولو یوازنې لار ده.)

د افغان میرمنې له خوا دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کیږي، چې افغان دولت په هېواد کې د سولې او پخلاینې هلې ځلې ګړندۍ کړي.

دغو هلوځلو د ښځو د حقوقو د دفاع ځینې ادارې اندیښمنې کړي، چې ممکن دا بهیر د ښځو د فعالیت په برخه کې لاس ته راغلې بریاوی له ګواښ سره مخ کړي، خو افغان ولسمشر دا اندیښنې بې ځایه بللي او ویلي، چې دا بهیر به د ښځو حقوقو قرباني نه کړي.
XS
SM
MD
LG