د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۴

برلین:دغونډې د سر بحث به په افغانستان کې د ناټو پر ماموریت وي


ټاکل شوې، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران په برلین کې غونډه وکړي، سره له دې چې په غونډه کې ترسره کیدونکي بحثونه به په لیبیا کې د روانو حالاتو تر اغیز لاندې وي، خو په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو پر ماموریت هم بحث کیږي.

په برلین کې د ناټو د اته ویشتو غړو هېوادونو په غونډه کې به له افغانستان څخه تر لیبیا پورې پر یو لړ مهمو نړېوالو مسایلو او د ناټو د ماموریت په اړه خبرې وشي .

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه په داسې حال کې پيل کیږي، چې ټاکل شوې ده سږ دوبی له افغانستان څخه په تدریجي ډول د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه پیل شي .

د ناټو تړون عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن په ویلي، چې د ناټو تړون تر قوماندې لاندې ځواکونه په افغانستان کې د امنیت او ثبات د تامین لپاره حیاتي رول لوبوي، ټاکل شوې چې افغانستان به د برلین په غونډه کې د بحثونو د تمرکز ټکی وي .

ناټو تړون هڅه کوي، چې په افغانستان کې د امنیتي مسولیتونو د انتقال د پروسې تر پیل مخکې د دې هېواد امنیتي ځواکونه وروزي.

دوه زره څوارلسم میلادي کال په افغانستان کې کورنیو ځواکونو ته د مسولیتونو د انتقال د پروسې د بشپړېدو لپاره ټاکل شوی دی.

جمهور ریس حامد کرزي په کابل کې په خپل وروستي خبري کنفرانس کې ډاډ ورکړ، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په خپله د امنیت ټینګولو جوګه دي .

دا چې د برلین په کنفرانس کې به د افغانستان په حالاتو او په ځانګړي ډول د امنیتي مسولیتونو د انتقال د پروسې په اړه څه تازه پریکړې وشي تر اوسه نه ده مالومه خو دا مخکې له مخکې واضح شوې، چې د لیبیا وضعیت به په غونډه کې پر ټولو بحثونو غالب وی .

ناټو تړون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک پر اساس په لیبیا کې د معمر القذافي د رژیم او وسله والو مخالفینو ترمنځ په لانجه کې د ملکي خلکو د ساتنې لپاره عملیات رهبري کوي .

د جرمني خبري اژانس ډي پي ا لیکي، چې په برلین کې د دې کنفرانس لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي او هغه سیمي چې سیلانیان ډیر ورځي لکه د براندنبرګ دروازه تر خاصې څارنې لاندې ده .
XS
SM
MD
LG