د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

«د لوړ زده کړو د ښه کیفیت لپاره ۵۶۴ میلیون ډالرو ته اړتیا ده»


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د لوړو زده کړو په ادارو کې د جذب د ظرفیت د لوړولو لپاره يي یوه طرحه برابره کړې ، چې د تصویب لپاره به کابینې ته وړاندې شي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند محمدعظیم نوربخش د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دغه طرحه به د لوړو زده کړو په مخ کې د پرتو خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړي، خو ښاغلي نوربخش زیاته کړه، چې د دغه طرحې عملي کول ډېرې بودیجې ته اړتیا لري:
(۵۶۴ میلیون ډالرو ته اړتیا ده، چې په افغانستان کې لوړو زده کړو ته د لاس رسۍ په برخه کې او هم د کیفیت په برخه کې ورباندې پام وشي.

د جذب د ظرفیت موضوع یو له مهمو او له ننګونو ډکه موضوع ده چې موږ غواړو ‌ډير ځوانان پوهنتونونو ته جذب کړو.

د همدې لپاره دقیق پلان او نوې طرحه به د دې سبب شي، چې موږ په پوهنتونونو او نیمه عالي انستیتوتونو کې د ځوانانو جذب ‌لوړ کړو.)

د لوړو زده کړو وزارت ویاند وړاندې وویل، په هغو ولایتونو کې، چې د لوړو زده کړو او نیمه لوړ زده کړو لپاره ودانۍ نشته ودانۍ جوړې کړو او جذب ظرفیت یي لوړ کړو.

محمدعظیم نوربخش زیاته کړه، چې په دغه طرحه کې به د لوړو زده کړو لپاره د جذب د ظرفیت د لوړولو ترڅنګ د لوړو زده کړو کیفیت ته هم پاملرنه وشي.

نوموړي په یادې موضوع سربېره له هېواده بهر د لسانس او ماسټری په برخه کې زده کړې ته هم اشاره وکړه، د ښاغلي نوربخش په وینا دغو بورسونو ته به د ازموینې له مخې کسان ټاکل کیږي:

(له هېواده بهر د لسانس د بورسونو ازموینه به د افغانستان د کابينې له خوا د نوې تصویب شوې لایحې له مخې ازموینه اخیستل کيږي او همدا راز د ماسټرۍ د بورسونو برخه هم موجود ده، چې کارونه يي روان دي.

تمه لرم، چې د غويي په لومړی یا هم دویمه اونۍ کې له هغو ځوانانو څخه، چې نوم لیکنه يي ورته کړې د موجوده شرایطو له مخې د لسانس او ماسټری ازموینه ورڅخه واخیستل شي.)

د لوړو زده کړو وزارت ویاند محمدعظیم نوربخش وویل، چې په پوهنتونونو کې اوس مهال شا و خوا پنځوس فیصده د ماسټری په کچه او شا وخوا پنځوس فیصده د ډکټورا په کچه استادان موجود دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په داسې حال کې د لوړو زده کړو د جذب د ظرفیت او د لوړو زده کړو د کیفیت د کچې د لوړولو په برخه کې خپلې هڅې ګړندی کړي، چې د ۱۳۸۹ کال د کانکور په ازموینه کې د ۱۲ ټولګیو له ۱۲۰ زرو فارغینو څخه ۷۰ زره بې نتیجې پاتې شول.
XS
SM
MD
LG