د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د ځمكې پر سر شخړې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله


د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كې د ځمكې پر سر د دوو كورنيو تر منځ وسله واله شخړه شوې، چې له امله يې د يادو كورنيو له دواړو خواوو څخه ديارلسو ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پكتيا د والي وياند روح الله سمون د چهارشنبې په ورځ رسنيو ته وويل، چې د دوو كورنيو ترمنځ په شوې نښته كې درې تنه وژل شوي او پاتې لس تنه يې ټپيان دي.

سمون زیاته کړه، دغه جنجال د ګرديز اړوند د ګرماشيو په كلي كې د يادو خواوو تر منځ د ځمكې په سر رامنځته شو، چې وروسته په اخ وډب بدل شو.

د والي وياند وايې، چې د لسو تنو ټپيانو نه يې دوه تنه د ژورو ټپونو درلودو له امله پلازمينې كابل ته لېږدولي او پاتې نور يې دا مهال د ګردېز ښار په ملكي روغتون كې بستر دي.

نوموړى زياتوي، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل كړې دي او د بيا ځل نښتې د مخنيوي په موخه سيمې ته افغان امنيتي ځواكونه تللي چې يادې شخړې په پلټنې وكړي او دا لانجه ډېر تر ژره هواره كړي.

د يادولو وړ ده، چې په پكتيا كې وخت ناوخت د ځمكو په سر لانجې رامنځته كېږي، خو په دې وروستيو څو كلونو كې دا لومړى ځل دى چې د ځمكو پر سر راپورته شوې لانجه په وسله واله شخړه بدلېږي او له امله يې زياته مرګ ژوبله رامنځته كېږي.
XS
SM
MD
LG