د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

میلیبنډ:د افغانستان جګړه باید له یاده ونه ایستله شي


د انګلستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډیویډ ملیباند
د انګلستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډیویډ ملیباند
په روان کال کې د منځنې ختیځ د مهمو تاریخي پېښو له وجي هېوادونه خپلې بهرنۍ پالیسۍ له سره تنظیموي. د نوېو اولویتونو او ستونزو له امله لویدیځ باید په مسلو کې زیات دخیل شي، خو دا ډېره ضرورې او مهمه ده چې د افغانستان جګړه باید له یاده ونه ایستله شي لکه څنګه چې نړۍ د ۲۰۰۲ کال وروسته د افغانستان د هیرولو ناوړه عواقب ولیدل.

د لویدیځ په پالیسۍ کې یو مهم بدلون تر سترګو کیږي، د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن د فبروري میاشت کې په افغانستان کې د سیاسي هڅو د زیاتولو خبره وکړه، په افغانستان کې د وخت د ناتو ملکي استازي مارک سیډویل تېره میاشت ویلي و، د دې وخت رارسیدلی چې خطر قبول کړو او په هماغه قوت او انرژۍ سره سیاسي اجندا پر مخ بوزو چې افغانستان ته مو پوځي او ملکي قوتونه استولې وو.

ډیویډ ملیبانډ د نیویارک ټایمز په مقالې کې زیاتوي، له سختو پوځي عملیاتو څخه د مخ اړولو په مقصد، افغان او ایتلافي ځواکونه باید نوي پراخ ، مهم او عاجل اقدامات او قوي هلې ځلې وکړي.

د لیکوال په فکر، که چېرې د افغانستان جګړه او ستونزې ختمې نه شي نو د ناتو له خوا د امنیت د انتقال لپاره ټاکل شوي د ۲۰۱۴ کال نېټه به غولونکي نیټه وي.

په افغانستان کې د ستونزو او شخړو د ختمولو لپاره باید لویدیځ طاقتونه د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د افغانستان په جګړې کې له شاملو ټولو اړخونو او د هغوي له سېمه اېزو ملاتړو سره خبرې وکړې.

ملیباند لیکي: دا چې د امریکا متحده ایالات په روان کال کې د افغانستان لپاره خپل نوی سفېر ټاکي نو باید چې په دې ټاکنې کې د نوي سفېر شخصیت، اجرات او صلاحیتونه په پام کې ونیول شي تر څو وکړای شي له نن څخه تر ۲۰۱۴ کاله پورې په پوره قوت ملکي هلې ځلې سره تنظیم کړي.

د سفېر دنده به دا وي، چې د افغانستان د جګړې د ختمولو په مقصد د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره له نږدې کار وکړي او په عین حال کې باید د ایساف له قوماندان سره هم قوي اړیکې ولري.

دا نوی سفېر باید ډاډ حاصل کړي، چې پوځي ستراتیژي د ملکي ستراتیژۍ تر شا ده او داسې سیاسي فضا رامنځ ته کړي چې د ملګرو ملتونو او مرستندیو هېوادونو هلې ځلې نتیجه ورکړي.

ډیویډ ملیبانډ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې تحلیلي مقالې کې وړاندې لیکي، د ملګرو ملتونو امنیت شوری باید په افغانستان کې د خبرو لپاره یو منځګړی وټاکي او صلاحیت ورکړي چې د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره باید څرګند او واضح اصول او مقررات وضع کړي او ټول شامل اړخونه باید خبرو ته راوبولي.

د ملیبانډ په وینا، د ملګرو ملتونو دا منځګړی باید له اسلامي هېوادونو څخه وي، د ده دنده به دا وي چې د ټولو اړخونو نظرونه راټول کړي، د هغوي اعتماد حاصل کړي او د افغانستان د راتلونکې لپاره د جدي او سختو خبرو او پریکړو لپاره د شاملو اړخونو ژمنې تر لاسه کړې.

د ملګرو ملتونو منځګړی باید په کوم عربي هېواد، ترکیې او یا جاپان کې د خبرو لپاره امن ځای غوره کړي تر څو ټول اړخونه په کې په ارام زړه ګډون وکړي.

د انګلستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډیویډ ملیبانډ په مقالې کې لیکي: په خبرو کې باید د ټولو اړخونو غوښتنې په نظر کې ونیول شي او که له دغو خبرو سره د ملګرو ملتونو اوهغو هېوادونو ملاتړ ملګری شي چې په افغانستان کې عملي حضور لري، حتما به نتیجه ورکړي.

ملیبانډ د پاکستان په اړه لیکي: پاکستان د مسولیت او احترام پر اساس، د امریکا له متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیي سره د اوږدې مودې اړیکو ته اړتیا لري.

دغه هېواد ته باید امتیاز ورنه کړل شي خو یوازې فشار اچول هم ګټه نه لري، پاکستان ته باید صفا وویل شي چې د سولې په عملیې کې په مرستې سره به د دغه هېواد د اوږدې مودې امنیت ډاډمن شي.

که یوازې له پاکستان او طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوو نو په دې کار سره به د افغانستان د جګړې او ستونزې ختمول وځنډول شي.

د ملیبانډ په فکر، د ملګرو ملتونو منځکړی باید د افغانستان له ګاونډیانو او دسېمې له ټولو هیوادونو سره خبرې وکړې او په دوهم قدم کي باید د سېمه ایز ثبات پنامه یوه شوری جوړه کړي چي د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو د اړیکو څار وکړي.

ملیباند د مقالې په وروستیو کرښو کی لیکي: د ۲۰۱۴ کال په نږدي کیدو سره به د لویدیځ پوځي مرستې افغانستان ته مخ په کمیدو شي خو وضعه به ښه نه شي. وسله وال ممکن خپل فعالیتونه پراخ کړي، نړیوال او افغان قوتونه به یي د پراختیا د مخیوي توان ونلري . جګړه ماران به نور هم غښتلي شي، د سمتې او قومي ستونزو له وجې ممکن په افغانستان کي د کورنۍ جګړې احتمال زیات شي.

د دوو نړیوالو کنفرانسونو لپاره چی یو به یي د سږکال په اوړې کي په کابل کی او بل به یي د ډسمبر میاشت کي په بن کي جوړ شی، زیات تیاری ندی نیول شوی خو په یوې نوی سیاسي کړنلارې باندي توافق به دا دواړه کنفرنسونه په تاریخي فرصتونو بدل کړي.
XS
SM
MD
LG