د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۴۲

م.م د چاپیریال ساتنې له ادارې سره ۵میلیونو ډالره مرسته کوي


د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې مرستیال ډاکترعباس بصیر
چاپیریال ساتنه د زیانمنـېدونکو سیمو پیژندل او د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی هغه پروژې دي،د افغانستان او د ملګروملتو د چاپیریال ساتنې اداری ورته د پروګرامونو په جوړولو لاس پورې کړ.

په دی برخه کې د ملګرو ملتو د چاپیریال ساتنې ادارې د افغانستان د چاپیریال ساتنې له ادارې سره د چهارشنبې په ورځ د پنځه میلیونو ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې مرستیال ډاکترعباس بصیرخبریالانو ته وویل چې د دولت د کابو لسو وزارتونو متخصصین وګمارل شول، تر څو په مسلکي توګه د هېواد ترګواښ لاندې سیمو خوندي ساتلو ته، د پلان په جوړولو لاس پورې کړي، ښاغلي بصیر وویل:

(دا پروژې موږ د اقلیم د بدلون پر وړاندې د عملي اجرا اتو لپاره چمتو کوي، هېواد د سیلاوونو، وچکالي او نورو طبیعي پېښو له امله زیان مومي او اقلیم یي بدلیږي.

د ملګروملتو د پنځه میلیونو ډالرو په مرسته به داسې پلانونه ترتیب کړو، چې له زیان سره مخ سیمي وپیژنو او ساتنې ته یي تدابیر ونیسو.)

ده دا هم وویل، افغانستان داسې یو هېواد دی چې طبیعي پېښي یي په کابل کې څو ځلي اقلیم بدلولی شي، چې له امله یي پر کروندو، چاپیریال او ان د انسان په روغتیا اغیزه پریوځي.

د ملګرو ملتو د چاپیریال ساتنې د برخې سرپرست عبدالولي مدقق ازادۍ رادیو ته وویل چې افغانستان د چاپیریال ساتنې د نړېوال کنواسیون غړی دی او د طبیعي پېښو له امله تل له اقلیمي ګواښونو سره مخ وي.

ښاغلي مدقق وویل، دی ادارې سره شوې مرستې ډیرې کمې دي او تمه ده چې مربوط نړېوال کنوانسیون ورسره نورې مرستې هم وکړي:

(موږ له دوه زره څلورم کال راهیسي د دې هېواد له یادې ادارې سره مرستې کړي دي، غواړو په دې برخه کې مسلکي ظرفیتونه لوړ کړو، اوس عملي کار پیلوو او پروژو ته پلانونه جوړوو.)

د افغانستان د روغتیا وزارت وایي،چې په هېواد کې د اکثرو مرګونو ناروغیو لامل ککړچاپیریال دی.

بزګراو باغ لرونکي وایي، وچکالي او د اوبو نشتوالی، د دې سبب کیږي چې د حاصلاتو کچه یي راولویږي.

کار پوهان وایي، د چاپیریال ساتنې چارې ډیرې بودیجې، مسلکي پرسونل او زیاتو امکاناتو ته ضرورت لري او که په دې برخه کې روانې چارې همداسې سستې پرمخ روانې وي، د هېواد چاپیریال به فصلونو، ژوېو او انسانانوته نور هم خطرناک شي.

راپور: خان محمد(سیند) ، کابل
XS
SM
MD
LG