د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

په افغانستان کې د ایران لاس وهنې


په افغانستان کې د ایران لاس وهنې او د سولې په روانو هڅو کې د ترکیی رول بیا هم هغه مسایل دي، چې د کابل چاپ ورځپاڼو پرې نن پراخ بحثونه کړي، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې په افغانستان کې د ایران د لاس وهنو لاملونه څیړلي او لیکلي، چې ایران په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي اډو د جوړولو مخالف دې.

ورځپاڼې په کابل کې د ایران د سفیر په حواله لیکلي، چې ایران له افغانستان سره اوږده ګډه پوله لري، ځکه خو دا باید جوته شي، چې واشنګټن په دې اډو څه کوي.

د ورځپاڼې په وینا د ایران سفیر د ناټو نوې ملکي استازې، چې پخوا په ایران کې سفیر وو پدې تورن کړې، چې جاسوسي یی کوله او افغانان باید اجازه ورنکړي، چې دې له خپلو واکونو بهیر حرکت وکړي.

خو ورځپاڼې وړاندې د ایران سفیر د ډول څرګندونو په وړاندې د افغان کتونکو نظر راخیستې او لیکلي، چې دا په افغانستان کې د ایران د لاس وهنو څرګنده بیلګه ده.

ملي ارمان:


ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په نیمروز ولایت کې د ایرانیانو فعالیتونو ته کتنه کړې او لیکلي، چې ایرانیان په دغه ولایت کې د افغان دولت پرضد پراخ تبلیغات کوي.

د ورځپاڼې په وینا ایراني استادان، چې په دغه ولایت کې په کورسونو کې زده کړې ورکوي، زده کوونکي د دولت پر ضد پاڅون ته هڅوي.

ورځپاڼې وړاندې افغان دولت ته دا سپارښتنه کړې، چې د ایران د لاس وهنو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

په افغانستان کې د سولې روانې هڅې او په هغو کې د ترکیی رول بله مهمه مسئله ده، چې د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې راخستې.

اراده:


ارادې خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو سره لیکلي، چې ترکیه په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د هڅو یوه پرانستې لار ده.

ورځپاڼې لیکلي، چې ترکیی پرون دا اعلان وکړ، چې په خپل هیواد کې به د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانستلو هرکلې وکړي.

د ورځپاڼې په وینا ترکیه دا کار د افغان دولت په وړاندیز کوي، څو په هیواد کې د سولې او پخلاینې د خبرو زمینه برابره شي.

خدمتګار:

خو خدمتګار بیا په یو داسې حالت کې، چې ترکیه غواړي په خپل هیواد کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیزي، دغه هیواد ته د پاکستان د ولسمشر سفر حیرانوونکې بللې.

ورځپاڼې اټکل کړې، چې ممکن د زرداري د سفر یو هدف هم ښایی دا وي، چې ترکیه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ له منځګړیتوب او یا هم د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر له پرانستلو راوګرځوي.

د ورځپاڼې په وینا ددې کار اټکل ځکه ممکن دې، چې د ترکیی په منځګړیتوب به پاکستان هغه ټول امتیازات له لاسه ورکړي، چې له طالبانو سره د تړاو له لارې یی ترلاسه کوي.

ورځپآنه وړاندې د سعودي عربستان مثال راوړي او وایی، چې سعودي عربستان هم د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د منځګړیتوب لپاره تیارې څرګند کړې وو، چې وروسته بیا د پاکستان د نا رضایتۍ له کبله له خپلې پریکړې واوښت.
XS
SM
MD
LG