د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

لویدیځ ځواکونه په افغانستان کې د استخباراتو مامورین روزي


جنرال ویلیم کالدوی
جنرال ویلیم کالدوی
جنرال ویلیم کالدویل، چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو په چوکاټ کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې د چارو مسول دی، پرون په دی اړه وویل:

د دغه پروګرام له مخې د تیرکال له دوبی راپه دیخوا ۲۲۲ افغان اجنټان روزل شوي او هدف دادی، چې د روان کال تر پایه د روزل شوېو اجنټانو شمېر ۴۴۵ تنو ورسیږي.

جنرال کالډویل، چې د لندن په چاتم هاوس تحقیقاتي مرکز کې یي خبرې کولې وویل، دوي غواړي چې د افغان امنیتي ارګانونو په ټیټو سطحو کې هم استخباراتي مامورین ځای پرځای کړي.

د هغه په وینا دغه اجنټان به هغه کسان چې غواړي د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې ځان دننه کړی او هم هغه کسان چې طالبانو ته د امنیتي ځواکونو غړي جذبوي په نخښه کوي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا تیره اونۍ د افغانستان د سرحدي ځواکونو یوه پولیس په یوې حملې کې دوه بهرني سرتیری ووژل.

دا پر خپلو بهرنیو روزونکو او مشاورینو د افغان سرتیرو د حملو وروستۍ پیښه وه، دی ډول حملو په افغانستان کې د ناتو ماموریت چې هدف یي د افغان امنتیي ځواکونو روزل دي، له ستونزو سره مخ کړي دي.

ناټو غواړي تر ۲۰۱۴کال پورې د افغانستان د امنیتي چارو مسولیت په بشپړه توګه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري او دغه هدف ته د رسېدو لپاره هغو کسانو ته چې نوي د ملي اردو او پولیسو له لیکو سره یوځای کیږي، روزنه ورکوي.

جنرال کالدویل زیاته کړه، د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې د بهیرپه ګړندي کېدو سره د افغان امنیتي ځواکونو په لیکوکې د طالبانو د ننوتو په اړه هم اندیښنې زیاتې شوي دي.

د کالډویل په وینا بله ستونزه داده، چې د افغانستان د پولیسو او هوایي ځواکونو په ګډون د دې هېواد په امنیتي ځواکونو کې چې شمېر یی اوس ۲۸۵ زره کسانو ته رسیږي، قومي انډول نه دی برابر.

د رویټرز خبري اژانس له راپور سره سم په ملي اردو کې د تاجکانو شمېر ډیر زیات دی او د اکثریت پښتنو وڼده په کې ډیره لږه ده، خو کالدویل ډاډ څرګند کړ چې د دغو ستونزو سره سره به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د انتقال بهیر بشپړ شي.

په افغانستان کې د تیر۲۰۱۰ او د روان کال د شخړو زیاتوالی ته په پام سره داسې پوښتنې راپورته شوي چې ایا افغان امنیتي ځواکونه کولای شي امنیتي مسولیتونه په لاس کې واخلي، کالدویل په دی اړه ډاډ څرګند کړاو ویي ویل افغانان به ترهغه وخته د دې وړتیا پیدا کړي، چې د خپل هېواد د امنیتي چارو مسولیت په بشپړه توګه په لاس کې واخلي.
XS
SM
MD
LG