د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

پاکستان سفارت:افغان زده کوونکو ته به د زده کړې اسانتیاورې برابرې کړو


په افغانستان کې د پاکستان د سفارت چارواکي وایي، د هغې ژمنې له مخې چې د زده کړو په برخه کې یي افغان زده کوونکو لپاره، له افغان حکومت سره کړې ده، غواړي چې هم په پاکستان او هم په افغانستان کې دننه افغان زده کوونکو ته د زده کړو اسانیتاوې برابرې کړي.

په دې لړکې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت له خوا افغان زده کوونکو ته د انګلیسي او کمپیوټر له کورسونو څخه، څه باندې یوشپیته زده کوونکي فارغ شول.

په کابل د پاکستان سفیرمحمدصادق فارغو زده کوونکو ته د سندونو د ویشلو په غونډه کې وویل:

(دا پروژه مو د تجربې په بڼه پیل کړې ده، هیله ده نتایج به يي ښه وي، د نتایجو له څیړلو وروسته هڅه کوو په راتلونکي کې د دې کورسونو ټولګي زیات کړو.)

په کابل کې افغان زده کوونکو ته د پاکستان د سفارت له خوا د انګلیسي او کمپیوټر کورسونه درې میاشتې مخکې پیل شوي و.

د انګلیسي په کورسونوکې یي د لسو نجونو په ګډون پنځه ویشتو هلکانواود کمپیوټر په کورسونو کې یي څوارلسو نجونو او دولسو هلکانو برخه اخیستی وه.

د یادوکورسونو د موادو برابرول او تدریسي چارې پاکستاني استادانو د دوي د سفارت په مالي مرسته پرمخ بیولي دي، د کورس یوه زده کوونکي جاوید ازادۍ رادیو ته وویل:

(داسې څه مو په کې زده کړل، چې پخوا پرې نه پوهېدو، استادان مو ټول پاکستاني و.)

په غونډه کې د افغانستان د پوهنې د وزارت مرستیال اصف ننګ د پاکستان د سفارت له دې مرستې مننه وکړه او ویي ویل، پاکستان ژمنه کړې ده چې دوه زره افغان زده کوونکو ته به د پاکستان په تعلیمي موسېسو کې د تحصیل زمیني برابرې کړي او هیله ده چې دا ژمنه عملي شي.
XS
SM
MD
LG