د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۲۲

د CIA او ISI ترمنځ د همکارۍ بنسټ پوخ دی


واشنګټن پوست وايي، دا د یویشتمې پيړۍ تګ لاره ده چې د پاکستان او د متحدو ایالاتو ترمنځ د استخباراتي اړیکو لپاره د نیوو قوانینو د وضع کولو په خاطر په لوړه سطح چنې ووهل شي .

واشنګټن پوست لیکلي، چې د ای اس ای مشر شجاع پاشا او د سي ای اې مشر لیون پنیتا د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې سره وکتل او د دواړو لوریو ترمنځ د اعتماد فضا پر ټينګولو بحث وشو .

یوه امریکايي چارواکي غوڼډه تایید کړې ده او ویلي دي چې د خبرو ماحول مثبت وو، د دواړو لورېو ترمنځ په خبرو کې د همکارۍ او د پرمختګ لپاره علاقمندي موجوده وه.

دا لیدنه کوم لوري ته د الټيماټم ورکولو لپاره نه وه او دواړو مشرانو د علاقې وړ مسایلو او یو شمېر داسې ستونزو خبرې وکړې، چې د واشنګټن په حواله ټولې یې د حل لارې لري.

واشنګټن پوست لیکي، له دې لیدنې سره په عین وخت کې د نیویارک ټایمز پر ویب پاڼه د پاکستاني لوري د غوښتنو لست هم خپور شو چې له پاکستان څخه د ۳۵۳ امریکايي مامورینو ایستل کیدل هم پکښې شامله وه .

په دې کسانو کې د سي ای اې او د امریکا د سپيشل فورس مامورین شامل دي . پوست لیکي ، په واشنګټن کې د دې شمیر تایید ممکن نه وو او که چیرې دې مسلې ته په دقت وکتل شي نو اصلي ټکی دا دی چې د پاکستان پوځ له سي ای څخه په خپله خاوره کې د یو اړخیزو عملیاتو پای ته ورسول غواړي .

په دې کې د بې پيلوټه امریکايي الوتکو حملې او د سي ای اې په خپل سر پټ استخباراتي عملیات دواړه شامل دی .

د واشنګټن پوست د دې مقالې لیکوال وايي د له امریکا څخه د پاکستان اصلي غوښتنه د لوبې په اصولو کې تغیر راوستل دي دوي غواړي چې امریکا بلاخره پاکستان ته هم د فرانسې ، اسراییل یا اردن په څير د یوه نږدې ملګري په سترګه وګوري او اعتبار ورکړي . په یادو شویو هیوادونو کې سي ای اې په خپل سر عملیات نه کوي .
لیکوال وايي په تیرو دوو کلونو کې د ای اس ای له چارواکو سره په مرکو کې په وار وار په یوه ټکي زیات ټینګار شوی چې له تروریزم او افراطیت سره په مبارزه کې د امریکا د شریک په حیث پاکستان له امریکا د لا زیات درناوي او خلوص غوښتنه لري . واشنګټن پوست لیکي ، دا نده مالومه چې د استخباراتو په برخه کې نوي اصول به څه وي خو دا حتمي ده چې یا به تغیرات راشي او یا به کیسه بیخي خرابه شي .
خو له دې خبرو سره سره ، د سي ای اې ویاند جورج لیټل ویلي چې د پينیتا او شجاع پاشا خبرې مثبې وې او د دواړو ترمنځ د اختلاف پر ټکو خبرې شوې دي .
البته د جرمني خبري اژانس هم لیکي چې پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې په خپله خاوره کې د سي ای اې پر فعالیتونو زیات کنټرول ولري .
د جرمنی خبري اژانس لیکي چې شجاع پاشا له پینیتا سره په کتنه کې پر سي ای اې د بې باورۍ څخه شکایت کړی او له امریکايي لوري یې غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د خپلو فعالیتونو یوه ښکاره تګلاره ورته وړاندې کړي .
د واشنګټن پوست ورځپاڼې هم د یوه لوړ رتبه پاکستاني مقام په حواله لیکلي ( موږ غواړو پوه شو چې بلاخره څوک په پاکستان کې دي او څه کوي او سي اې ای زموږ تر شا جاسوسي نه کوي او باید په ای اس ای باندې خپله اوسنۍ بې باوري را کمه کړي .
XS
SM
MD
LG