د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۱۸

زلمی رسول:له ایټالیا سره هوکړلیک به نور پانګه وال هم پانګه اچونې ته وهڅوي


د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې له ایټالیا سره دا تفاهم لیک به د نورو هېوادونو پانګه وال هم په هېواد کې پانګه اچونې ته وهڅوي.

د افغانستان او ایټالیا ترمنځ د اوږد مهاله پانګه اچونې دا تفاهم لیک د سې شنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د ایټالیا د پراختیایي او اقتصادي چارو د وزیر ترمنځ لاسلیک شو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ظاهر فقیري، د دغه تفاهم لیک له لاسلیک وروسته ازادې راډیو ته وویل چې، د بهرنیو چارو وزارت دوه میاشتی مخکې په دوبۍ په یوه غونډه کې بهرنې هېوادونه وهڅول، چې په افغانستان کې پانګه ونه وکړي او زیاته يي کړه:

(دوه میاشتی وړاندې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره ژمنه کړی وه، چې د خپل هېواد سوداګر به په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅوې.

دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادې همکارېو د پراخوالي لپاره یو ډیر مهم ګام دی.

موږ به په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د معقولې او سمې پانګې اچونې د پراخوالي په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو او د داسې هوکړه لیکونو د لاسلیکولو شاهدان به واوسو. )

د ایټالیا د پراختیایي او اقتصادي چارو وزیر د یو ۲۵ کسیزه پلاوې په مشرۍ افغانستان ته سفر کړې.

په دغه سفر کې له ده سره د ایټالیا د شلو کمپنیو استازي هم شامل دي، چې په لسو بېلابېلو برخو کې به پانګونه کوي.

دا چې دا هوکړه لیک د څومره مودې او ایټالیا به په افغانستان کې څومره پانګه اچونه کوي، د بهرنیو چارو وزارت پته دې اړه معلومات وړاندې نه کړل.

د هوکړه لیک له مخې د پانګې اچونې دا پروګرامونه په لنډ وخت کې په
هرات کې پیلیږي،د ایټالیا د پراختیا او اقتصاد وزیر پاولو رومانو یو شمېر پروګرامونه داسې ښیي:‎

(نن موږ هوکړه لیک لاسلیک کوو، په دغه هوکړه لیک کې نورې برخې هم موجودې دي چې موږ ته ډیر ارزښت لري.

په دغه هوکړه لیک کې بریښنا، طبیعي سرچیني، د هوایي ډګر جوړول، د کانونو لکه مرمر، نساجي، خواړه، روغتیا، ګاڼې او ټکنالوژی شاملی دي.)

د ایټالیا څخه راغلی پلاوې خبر ورکوي، چې دوي نه یواځې په پوځې برخه کې مرستې کوي بلکې له دې هوکړه لیک سره ايټالیا په پراختیایي برخو کې خپلې لومړنې اوږدمهاله مرستې او پانګې اچونې پیلوي.

داسې ویل کیږي، چې د شاوخوا تیرو لسو کلونو په تیرېدو سره، په افغانستان کې لازمه پانګه اچونه نه ده شوې او دا هېواد په بشپړ ډول په یو مصرفي هېواد بدل شوی دی.

خو د یو شمېر سوداګرو په باور په افغانستان کې د پانګې اچونې په برخه کې ترټولو لومړی ستونزه د ډاډمن امنیت نشتوالی دی.

رپورټ: مخفی عزیزی، کابل
XS
SM
MD
LG