د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۳

ایسا:د ۶میلیونو ډالرو په اندازه د ښځو له خوا پانګه اچوول شوې


د ایسا رییس نورالله دلاوري
په افغانستان کې له پانګې اچوونې څخه د ملاتړ د ادارې چارواکي په دې هېواد کې د ښځو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره له تازه هڅو څخه خبر ورکوي.

د ایسا یا له پانګې اچوونې څخه د ملاتړ ادارې رییس نورالله دلاوري د سې شنبې په ورځ د سوداګرۍ د نوېو میتودونو د زده کړې له یوې دورې څخه فارغو ښځو ته د سندونو د ویشلو په مراسمو کې وویل چې دا مهال سلګونو ښځو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې میلیونونه ډالره پانګه اچوولې او سوداګري کوي.

ښاغلي دلاوري څرګنده کړه، چې دغو سوداګرو ښځو په خپلو هڅو سره هم د خپلو کورنیو او هم د دې هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی دی:

"د شپږو میلیونو ډالرو په اندازه د ښځو له خوا پانګه اچوول شوې او شرکتونه جوړ شوي، څه باندې پنځه سوه ښځې په هغو کمپنیو کې برخه لري او په رهبري پلاوي کې یې دي چې له موږ سره ثبت دي.

په هره اندازه چې د دوي پوهه په محاسبه، اداره، دفتر دارۍ، بازار موندنې او داسې نورو کې زیاته شي دوي په هماغه اندازه بریالۍ وي".

په افغانستان کې له پانګې اچوونې څخه د ملاتړ ادارې مسوولان وایي، په پام کې لري چې سوداګرو ښځو ته د روزنیزو پروګرامونو د عملي کولو تر څنګ په کابل او ولایتونو کې د سوداګرو ښځو د لاسي صنایعو نندارتونونه هم پرانیزي.

په عین حال کې د ښځو چارو وزارت هم په سوداګریزه برخه کې د دې ډول روزنیزو پروګرامونو د عملي کولو هرکلۍ کوي او وایي چې سوداګرې ښځې جدي مرستو ته اړتیا لري.

د ښځو چارو وزارت اداري مرستیالې پلوشې کاکړ وویل، له سوداګرو ښځو څخه ملاتړ او له هغوي سره همکاري د دوي له کاري لومړیتوبونو څخه ده.

د سوداګرۍ د میتودونو په اړه په دې روزنیزه دوره کې ګډونوالو ښځو هم دا روزنیز پروګرامونه ګټور وبلل، دوي چې ټاکل شوې ده پنځلس تنه یي د یوې لنډې روزنیزې دورې لپاره امریکا ته ولاړې شي وایي چې دوي ته باید دا ډول نور روزنیز پروګرامونه هم عملي شي.

یوې سوداګرې ښځې چې د پانګې اچوونې څخه د ملاتړاو د امریکا د ښځو د فعالیتونو د پراختیا د انستیتوت له خوا یې په دې روزنیزه دوره کې برخه اخیستې وه وویل، چې دوې د سوداګرۍ په اړه ډیر نوي مسایل زده کړل:

د امریکا د ښځو د پراختیا انستیتوت افغان ښځو ته د سوداګریزو مسایلو د زده کړې په هدف په کال دوه زره شپږم میلادي کې په امریکا کې جوړ شوی چې هر کال لسګونه افغان ښځې یې له روزنیزو پروګرامونو څخه ګټه پورته کوي.

په تیرو کابو لسوکلونو کې افغان ښځو په سیاسي، ټولنیز، کلتوري او اقتصادي برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي، خو دوي وایي چې لا هم په ځانګړي توګه په اقتصادي برخه کې ډیرې ستونزې لري.

دوي د پانګې کموالی، د مسلکي زده کړو د زمینو نشتوالی او خپلو تولیداتو ته د لازم بازار نه موجودیت په سوداګریزه برخه کې مهمې ستونزې او خنډونه بولي.
XS
SM
MD
LG