د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۲۷

ملي امنیت:د ترهګرو د روزنې مرکزونه له قبایلو نه نورو سیمو ته هم غځیدلي


د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، دوي ته د رسېدلو معلوماتو او د نیولو شوېو کسانو د معلوماتو له مخې په پاکستان کې د ترهګرو اډې اوس یوازې په قبایلي سیمو پورې محدودې نه دي پاتې شوې بلکې نورو ابادي ولسوالیو ته هم غځیدلي دي.

د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په دغو مرکزونو کې په بېلابېلو برخو کې خلک روزل کیږي او افغانستان ته د بریدونو لپاره استول کیږي.

نوموړي د خالدالرحمن په نوم یو داسې کس خبریالانو ته وښود، چې په وینا یې د پاکستان د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د پاکستان د استخباراتو یا ای اس ای په یوه داسې مرکز کې روزل شوي، چې اوس مهال په کې شاوخوا دولس سوه کسان په روزنه بوخت دي:

(تر اوسه موږ داسې انګیرله چې یواځې په قبایلي کمربند کې تروریستان روزل کیږي، خو خالدالرحمن وايي چې زه په هنګو کې روزل شوی یم چې هنګو قبایلي سیمه نه ده.)

مشعل زیاته کړه، د پاکستان په خاوره کې دا رنګه مرکزونه د دواړو پاکستان او افغانستان امنیت ګواښوي.

هغه وویل، خالدالرحمن د قبایلې سیمې میرانشا اوسیدونکی دی او ننګرهار ولایت ته د ځان وژونکې حملې د ترسره کولو لپاره استول شوی و، خو هلته له رسیدو سره پښیمانه شو او ځان یي پولیسو ته وسپاره.

۲۰ کلن خالدالرحمن هم خبریالانو ته خبرې وکړې او ویې ویل دوي ته د هنګو په یوه مرکز کې په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکول کیدله:

د ملي امنیت د ادراې ویاند همدا راز د یوه داسې کس د نیول کېدو ادعا هم وکړه، چې په وینا یي د وسلوالو مخالفینو جلاد دی. مشعل وویل، چې نیول شوی کس د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د مخالفینو د مشرانو په امر یې د یو شمېر کسانو سرونه پرې کړي دي.

هغه وویل، امکان لري څلور کاله مخکې د افغان خبریال اجمل نقشبندي د سر په پرې کولو او وژنې کې به هم د ده لاس وي.

په دې وروستیو کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري بیا ویلي، چې د افغانستان جګړه د پاکستان د بې ثباتۍ لامل شوې ده، خو د نوموړي د څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې مشعل وویل، هغه کسان چې د افغانستان امنیت ګواښي د پاکستان امنیت هم ګواښي خو هغه وویل، د دې کسانو مرکزونه په افغانستان کې نشته بلکې له پولې اخوا دي.

دوي دغه څرګندنو په داسې حال کې کوي، چې په دې وروستیو کې هم په دواړو افغانستان او پاکستان کې پرله پسې ځان وژونکې حملې او وسلوال بریدونه وشول.
XS
SM
MD
LG